یمن قوي شوی او د بهرنیو پوځیانو شتون غیرقانوني دی
(last modified Mon, 20 Mar 2023 06:22:39 GMT )
Mar 20, 2023 10:52 Asia/Kabul
  • یمن قوي شوی او د بهرنیو پوځیانو شتون غیرقانوني دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی سریع د خپل هیواد پرضد په اته کلن جنګ کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو ګډون ته په اشارې سره ټینګار وکړ؛ په یمن کښې د پردیو ځواکونو شتون غیرقانوني او د یمن د نیواک لپاره د هڅو په لړ کښې دی.

هغه وویل د یمن پرضد د جنګ او د کلابندۍ دوام دا معنا لري چې دښمن هیوادونه او هغوې ته اړونده لوري له ډیرو مرګ ژوبلو او تاوانونو سره مخامخ کیږي.

یحیی سریع وویل زمونږ ځواکونه په تیرو اتو کلونو کښې وتوانیدل د خدای پاک په مرستې او د خلکو په ملاتړ سره د دښمانانو په مقابل کښې مقاومت وکړي او په دې موده کښې مو  څه د پاسه دولس زره او دوه سوه نهویشت پوځي عملیات ترسره کړي او د دښمن یوسل پینځه شپیته جنګي الوتکې او بې پایلوټه الوتکې مو نسکورې کړي او د جنګ په ډګر کښې مو ستر بریالیتوب ترلاسه کړی.

د یمن د پوځ ویاند یحیی سریع دې ته په اشارې سره چې دا د یمن د ټولو خلکو او د حکومتي پوځیانو جایز حق دی چې په خپل هیواد کښې په خارجي عسکرو باندې بریدونه وکړي وویل یمن له مخکې څخه پیاوړی شوی او د دښمانانو او د هغوې د ګوډاګیانو له هرډول فعالیت سره جدي مقابلې کولو ته تیار دی او د جنګي مهارت زیاتولو او د پوځي ځواک پیاوړي کولو ته دوام ورکوي.

د یمن پرضد د سعودي عربستان جنګ نهم کال ته ورننوځي او له تیرو څو ورځو راهسې د دغه جنګ د ختمیدا په هکله ګونګوسې اوریدل کیږي خو سعودي عربستان هماغه راز د یمن پرضد خپلو حملو ته دوام ورکړی.

 

ټیګونه