د یمن د جنګ بندیدا د تیریو او د کلابندۍ له بندیدا سره غوټه خوړلي ده
(last modified Sun, 26 Mar 2023 08:52:53 GMT )
Mar 26, 2023 13:22 Asia/Kabul
  • د یمن د جنګ بندیدا د تیریو او د کلابندۍ له بندیدا سره غوټه خوړلي ده

د یمن د تبلیغاتو د ادارې د قومندنۍ ځاې ناستي عبدالله بن عامر له تسنیم خبري اژانس سره په مرکه کښې د تهران او د ریاض او له نورو اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د نږدې کیدا په هرکلي سره په هیواد کښې د جنګ ختمیدل د تیري او د کلابندۍ له بندیدا سره تړلی وباله.

سعودي عربستان د امریکا د متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له ۲۰۱۵ میلادي کال راهسې د یمن پرضد پوځي تیریو او له ځمکې، سمندر او هوا څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی.

په یمن کښې د سعودي عربستان او د هغه د ملګرو هیوادونو جنګ غوښتنې تراوسه د دغه هیواد څه د پاسه اتلس زره خلک وژلي، په لسګونو زره نور ژوبل کړي او میلیونونو نور کډوال کړي هم دي.

د یمن د تبلیغاتو د ادارې د قومندنۍ ځاې ناستي عبدالله بن عامر په دې خبرې سره چې د صنعا دریځ کاملا ښکاره دی او جنګ د پوځي تیریو او د کلابندۍ په ختمیدا سره پاې ته رسیږي وویل که چیرې د تیریو او د کلابندۍ دوام پاې ته ونه رسیږي نو د یمن د کړکیچ د حل لپاره ټول سیمه ئیز اقدامات او ګامونه له ماتي سره مخ کیږي.

هغه د ایران او عربستان د نږدې کیدا په هکله وویل هر هغه ګام چې اسلامي هیوادونه یې یو بل ته د نږدې کیدا لپاره پورته کړي د صنعا له نظره یوه مثبته چاره ده.

 

ټیګونه