د یمن د بندیانو د خوشي کیدا د خبرو نوی پړاو کیږي
May 16, 2023 05:10 Asia/Kabul
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بندیانو د چارو د کمیټۍ مشر عبدالقادر مرتضی وویل د یمن د جنګي بندیانو د خوشي کیدا لپاره د سویزرلینډ خبرې اترې زر پیلیږي.
هغه وویل پرون ورځ د جنګي بندیانو د خوشي کیدا لپاره د سویزرلینډ د خبرو اترو دنوي پړاو لپاره ټاکل شوي وه خو د زندانونو په کتنې کښې د ځنډ په خاطر دغه خبرې وځنډیدلې.
د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د بندیانو د چارو د کمیټۍ مشر عبدالقادر مرتضی په دې خبرې سره چې د نوي موافقې پراساس د یمن له مارب او صنعا زندانونو کتنه ټاکل شوي ده چې د مي د میاشتې په شلمه نیټه وشي وویل له دغه کتنې وروسته به د سویزرلینډ د خبرو اترو نوی پړاو ترسره شي او هیڅ لوري په دغه لاره کښې خنډ نه دی رامینځته کړی.