د صنعا د هوايي ډګر د الوتونو په هکله خبرې روانې دي
(last modified Thu, 31 Aug 2023 01:12:10 GMT )
Aug 31, 2023 05:42 Asia/Kabul
  • د صنعا د هوايي ډګر د الوتونو په هکله خبرې روانې دي

العهد خبري سایټ راپور راکړی د یمن د ملي ژغورنې د ټرانسپورټ وزیر «عبدالوهاب الدره» وویل د صنعا په هوايي ډګر کښې د الوتونو د له سره پیلیدا لپاره له ملګروملتونو سره خبرې دوام لري.

هغه د ملګروملتونو له یوې ډلې سره له کتنې وروسته وویل د الحدیده ولایت حالات په ښه کیدا دي خو په الحدیده بندر کښې د حالاتو ښه کیدا جزيي او محدود دي او د نه یوازې د څو بندرونو لپاره بلکې د ټولو بندرونو لپاره د ملګروملتونو هڅه جامع ووسي.

الدره وویل الحدیده هوايي ډګر نه یوازې د ولایت بلکې د  یمن لپاره په کلي توګه یو مهم او حیاتي مرکز دی او حتی باید د داخلي الوتونو لپاره هم فعال شي چې د ناروغانو او د مسافرانو کړاونه کم شي.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت د ټرانسپورټ وزیر عبدالوهاب الدره وویل د الحدیده بندر په هکله دسیسه دوام لري او د تیریګرو هیوادونو ائتلاف او د یمن د تښتیدلي ولسمشر منصور هادي حکومت هڅه کوي چې  د صنعا د هوايي ډګر او د الحدیده بندر له لارې د یمن د ملت د کړاو د  کمولو لپاره هر ډول اقدام له ماتي سره مخامخ کړي.

 

ټیګونه