د یمن د نیواک پلان د خلکو په ارادې سره ناکامه شو
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط وویل د هیواد نیواک پلان د خلکو له سختې ارادې سره ټکر وخوړه او ناکامه شو.
هغه وویل د صنعا ولایت قبائیل له ترټولو بدو او تر ټولو ناولیو تیریو سره چې د یمن په تاریخ کښې رامینځته شوي دي په مقابلې کولو کښې چورلیزي رول لري او دغو قبائیلو د عربستان له تیریو سره په مبارزې کښې بریالیتوب درلود.
المشاط دې ته په اشارې سره چې د یمن هغه سیمې چې تر نیواک لاندې دي له ترخو حقیقتونو او د هیواد ښاریز له وحشیانه جنایتونو سره مخامخ دي وویل زمونږ لومړیتوب د انقلاب د مشر اعلان شوي سیاستونه دي چې لومړی مورد یې له تيري او نا عادلانه کلابندۍ سره مقابله کول دي.
د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر مهدي المشاط په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن دوهم لومړیتوب د داخلي جبهې ثبات دی او په دې لاره کښې له دښمانانو سره د مقابلې لپاره د کلمې وحدت او نږدې صفونه ضروري دي وویل مونږ په دغه پړاو کښې دفاع ته د رسیدا لپاره له توغندوي توان او بې پایلوټه الوتکو استفاده کوو چې د خپل هیواد واکمنۍ وساتو.
المشاط دریم لومړیتوب په یمن کښې د موجودو مشکلاتو حل کول او د حکومتي ارګانونو اصلاح کول وبلل او ویې ویل دفاعي وسلې چمتو دي چې د دښمن دسیسې شنډې کړو.