عربستان په یمن کښې مشکلات نه غواړي
«الشرق الاوسط» ورځپاڼې راپور ورکړی د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان وویل مونږ د یمن د موضوع په ارتباط په ټولو زمینو کښې کار کوو او په یمن کښې د مشکلاتو غوښتونکي نه یوو.
د یمن د انصار الله غورځنګ یو پلاوی تیره اونۍ ریاض ته تللی و او دا په دوه زره څوارلسم میلادي کال کښې د یمن پرضد د جنګ د پیلیدا له وخت راهسې سعودي عربستان ته د صنعا د پلاوي لومړنی رسمي سفر ګڼل کیږي.
دیمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي « حرام الاسد» په تیرې یکشنبې ورځ وویل د سولې هغه خبرې چې د سعودي عربستان په ریاض ښار کښې روانې دي په مثبتې فضا کښې د تعقیبدا په حال کښې دي.
دغه خبرې د عمان هیواد په مینځګړیتوب او د ملګروملتونو د هر ډول رول له لوبولو پرته روانې دي.
د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان بیګا له یمن سره د سولې خبرو ته په اشارې سره وویل همدا اوس په دغه هیواد(یمن) کښې د جنګ د ختمیدا لپاره ښه فرصت رامینځته شوی دی.
محمد بن سلمان د خپلې وینا په بلې برخې کښې وویل له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کولو شرط د فلسطینیانو د هدفونو تحقق دی.
له دې مخکې «ایلاف» عربۍ ژبې ورځپاڼې ویلي وو چي عربستان له صهیونیسټ رژيم د اړیکو د عادي کولو لپاره هر ډول خبرې اترې بندې کړي دي.
تراوسه له صهیونیسټ رژیم سره د عربو رژیمونو د اړیکو د عادي کولو لپاره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په دباونو سره څلور عرب هیوادونه متحده عربي امارات ، بحرین ، سوډان او مراکش په رسمي ډول د ډيپلوماټیکو اړیکو په کامل ډول د عادي کولو لپاره له اسرائیلو سره موافقې ته رسیدلي دي.