له جګړې وروسته په غزه کې د واکمنۍ په اړه د اسرائیلو په کابینه کې اختلاف
(last modified Mon, 08 Jan 2024 13:28:26 GMT )
Jan 08, 2024 17:58 Asia/Kabul
  • له جګړې وروسته په غزه کې د واکمنۍ په اړه د اسرائیلو په کابینه کې اختلاف

د صهیونیسټي رژیم کابینه له ډېرو اختلافونو سره مخامخ ده، چې یو له هغو څخه د جنګ له ختمېدو وروسته، د غزې د کنټرول څرنګوالي پورې اړه لري.

په غزه کې جګړه سلو ورځو ته د رسېدو په درشل کې ده. که څه هم کابو ۲۳ زره فلسطینیان شهیدان او څه دپاسه ۶۰ زره کسان ټپیان شوي دي، صهیونیسټي رژیم ته هم درانه ځاني او مالي تاوانونه اوښتي، خو بیا هم د دغې جګړې د پایته رسېدو هېڅ روښانه امکان نشته. دا موضوع ډېر لاملونه لري له هغې جملې، دا چې صهیونیسټي رژیم د خپلو بندیانو خلاصون او د حماس له منځه وړلو موخې ته ونه رسېد، مګر یو له مهمو علتونو څخه له جګړې وروسته په غزه کې د حکومت لپاره د روښانه تګلارې او پلان نشتوالی دی.

د نتانیاهو په کابینه کې نه یوازې دا چې تر جګړې وروسته د غزې د مدیریت لپاره کوم توافق شتون نه لري، بلکې سخت اختلافات هم لیدل کېږي، داسې چې د کابینې د غونډو د نه ترسره کېدو لامل هم شوی دی. تېره اونۍ بنیامین نتانیاهو د کابینې د سخت درېځو غړو د سخت فشار له امله، د غزې په تړانګه کې د جګړې له پایته رسېدو وروسته، د وضعیت د بیاکتنې لپاره د کابینې غونډه لغوه کړه.

د نتانیاهو په کابینه او په جنګ کابینه کې ځینې متضاد نظرونه شتون لري. د صهیونیسټي رژیم لومړی وزیر نتانیاهو د حایل سیمې د جوړولو نظریه وړاندې کړه او وویل چې یوازې د اسرائیلو پوځ کولای شی دا تضمین کړي، چې غزه ملکي پاتې شي. په حقیقت کې، نتانیاهو چې له دې سیمې څخه د غزې د خلکو د ویستلو طرحه یې هم وړاندې کړې او تعقیبوي، غواړي چې د غزې په تړانګه کې د اسرائیلو پوځ پاتې شي. دا نظر د نتانیاهو د کابینې د ځینو سخت درېځو غړو لخوا په بل ډول وړاندیز شوی دی. د اسرائیلو د مالیې وزیر سموتریج په دې باور دی چې د جګړې په پایته رسېدو سره، دغه رژیم باید د غزې تړانګې واک په لاس کې واخلي او د اسرائیلي مېشت ځایونو جوړول پیل کړي.

هغه چې د کابینې یو تر ټولو سخت او د فلسطین ضد وزیر دی، ادعا کوي چې موږ په غزه کې د یهودي مېشت ځایونو جوړولو ته اړتیا لرو. که دا کار ترسره نه کړو، له 10 کلونو وروسته د اکتوبر اوومې له یوې نوې پېښې سره به وېښ شو.

د دې نظر په مقابل کې، د ګالنټ او ګانتز په څېر خلک په دې باور دي، چې د جګړې په پایته رسېدو سره، اسرائیل باید د غزې په اړه مسئولیت ونه لري. د اسرائیلو د جګړې وزیر یوف ګالانت په دې باور دی، کله چې جګړه پایته ورسېږي، د غزې په اړه د اسرائیلو مسئولیت به هم پای ته ورسېږي او د اسرائیلو پر اوږو به کوم بار نه وي. د اسرائيلو د ملي يووالي ګوند مشر بني ګانتز چې اوس د جګړې د کابينې غړی دی، په دې باور دی چې له جګړې سمدستي وروسته بايد، د غزې اداره، فلسطيني کورواکه تشکلاتو ته وسپارل شي او اسرائيل بايد په دې برخه کې مسئوليت پر غاړه وانه خلي.

مهمه مسله داده چې له جنګ وروسته، د امریکا او صهیونیسټي رژیم ترمنځ د غزې د ادارې په هکله اختلاف موجود دي. د صهیونیسټي رسنیو د راپور له مخې، د امریکا حکومت له جګړې وروسته د غزې د ادارې واک د فلسطین ادارې ته سپارلو ته لیواله دی او له جګړې وروسته د غزې په اداره کې د صهیونیسټي رژیم د رول مخالف دی.

ټیګونه