د امریکا له یرغل سره هم مهاله، داعش د عراقي پوځ او الحشد الشعبي پر پوستو بریدونه وکړل
پر عراق د امریکې له یرغل څو ساعته وروسته، د داعش ترهګرو د انبار ولایت په لوېدیځ کې د پوځ او الحشد الشعبی پر مرکزونو حملې وکړې.
د جمعې په شپه امریکا د سوریې په ختیځ او لوېدیځ عراق کې په هوايي بریدونو سره ځینې سیمې په نښه کړې.
د عراق په لوېدیځ په القائم او عکاشات سیمو کې د امریکې د برید له امله، درې کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.
همدا راز د سوریې په ختیځ او پر المیادین او البوکمال ښارونو باندې د امریکا په برید کې هم ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي.
امریکا ادعا کوي چې دا بریدونه یې په سوریه کې په یوه اډه کې د دغه هېواد د ۳ پوځیانو د وژل کېدو په بدل کې کړي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د الانبار ولایت په لوېدیځ کې د الصکار په سیمه کې له داعش ترهګرو سره د پوځ او د الحشد الشعبي نښتې دوام لري.
دا برید د عراق په لوېدیځ کې پر القائم او عکاشات سیمو د امریکا له برید څو ساعته وروسته کېږي.
د عراق د وسله والو ځواکونو ویاند یحیی رسول د شنبې په سهار د خپل هېواد پر لوېدیځ باندې د امریکې حمله تائید کړه او ویې ویل چې دغه حملې د دغه هېواد د ملي حاکمیت خلاف ورزي او په هېواد کې د ثبات د رامنځته کولو لپاره د بغداد د حکومت هلې ځلې کمزورې کوي.