د سوریې په ختیځ کې د امریکا پوځي اډې په نښه شوي
(last modified Sun, 04 Feb 2024 01:42:01 GMT )
Feb 04, 2024 06:12 Asia/Kabul
  • د سوریې په ختیځ کې د امریکا پوځي اډې په نښه شوي

ځینو خبري سرچینو، د یکشنبې په شپه د سوریې په ختیځ کې د کونیکو د ګازو په ډګر کې، د امریکې پر پوځي اډې د راکټي حملو خبر ورکړی.

د ایرنا د خبر له مخې، ځینو سرچینو اعلان کړی چې دغه برید د عراق د اسلامي مقاومت ډلې له خوا ترسره شوی دی.

د عراق د اسلامي مقاومت ځواکونو د شنبې له سهار راهیسي، په عراق کې د «عین الاسد» او «حریر» څلور اډې او همدا راز په سوریه کې د «خراب الجیر» او «کونیکو» اډې، د امریکایانو د یرغل په ځواب کې د خپلو بریدونو موخه ګرځولي دي.

د سنټکام په نوم د امریکا مرکزي قومانداني، په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د شنبې په شپه د امریکا پوځي ځواکونو د ګڼو الوتکو په مرسته، تر ۸۵ زیات هدفونه په نښه کړل.

د عراق حکومت هم د دغه هېواد په لوېدیځ کې پر سیمو باندې د امریکې د دې حملو په غبرګون کې ټینګار وکړ چې نړیوال ائتلاف له ټاکل شویو ماموریتونو او صلاحیتونو څخه تیر شوی او د عراق امنیت او ثبات ته په ګواښ بدل شوی دی.

د عراق د کورنیو چارو وزارت همدارنګه د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد پر خاورې د امریکا د تیري په اعتراض کې، په بغداد کې د واشنګټن د سفارت شارژدافیر احضار کړی.

ټیګونه