د نیواکي ټاټوبو له بلواؤ رانیولې د مقاومت له ورپسې حرکته د صهیونیسټانو تروحشته
(last modified Thu, 01 Aug 2024 09:02:40 GMT )
Aug 01, 2024 13:32 Asia/Kabul
  • د نیواکي ټاټوبو له بلواؤ رانیولې د مقاومت له ورپسې حرکته د صهیونیسټانو تروحشته

پارس ټوډې -  د نیواکګر رژيم په پوځي محکمې  او  پوځي مرکزونو   له نتنیاهو سره اړونده افراطیانو له حملې  او د صهیونیسټانو ترمینځ له سختې داخلي نښتې  وروسته ددغه جنایتکار رژيم رسندویو وئيلي دي چې اسرائيل  په مینځ او زړه کې د اړئ ګړئ  او  ګډوډیو په اوج کې  او د داخلی جنګ په درشل کې دی.

په اسرائيلو کې د داخلی بحران پراختیا او د اړئ ګړئ زیاتیدا،د شهید اسماعیل هنیّه له ترور او په بیروت باندې حملې ته د حزب الله په احتماي ځواب د صهیونیسټانو ویره او وحشت ټول د لویدیځي آسیا ترټولو مهم بدلونونه دي چې په دغه خبری پیکیج کې پرې غږیږو.

 په نیواکي ټاټوبو کې ګډودي/ د داخلی بحران  او دړې وړې کیدا د خطرې ټلۍ

پارس ټوډې د الجریزه خبري  چینل له قوله راپور ورکړی،د هغه لوي بحران په اوج کې چې صهیونیسټ رژیمد غزې جنګ په سیوري کې په څو جبهو کې ورسره ښکیل شوی، په صیونیسټي ټولنې کې داخلي اختلافات  ورځ تر بلې زیاتیږي  او  له پرون راهسې د نیواکي ټاټوبو  مختلفې سیمې  د صهیونیسټانو ترمینځ دداخلی نښتو د زیاتیدا ډګر دي.

 شخړه  له دې پیل شوه چې د صهیونیسټي رژيم پولیسو  دنړیوالو رسندویو ددباؤنو له امله د یوه فلسطینی بندي د جدي کړاؤ او اذیّت کولو په باب د څيړنو دپیلیدا خبر ورکړی او په دې پسې د مخ پټو پ،ځيانو پشمول زوړپالو لسګونو مظاهره چیانود نیواکي فلسطین په مرکز کې په بیت لید کې په پوځی محکمې حمله وکړه او د بیت لید په مرکز کې سخت اړئ ګړئ رامینځةشوه.

په دغې حملې پسې،د پولیسو او د صهیونیسټي رژيم د پوځ  د رزرؤ ځ واک د کنډک د غړو ترمینخ سخته نښته چې  په بندیانو باندې په جنسي تیریو شکمن وو، رامینځةشوه.

په بیت لید ښارګوټي کې بغاؤت ؛۳ کنډکونو د غزې په ځاي  له نتانیا راڅرګند شول

عبری سرچینو  په بیت لید صهیونیسټي ښارګوټي کې د دیوه فلسطینی بندي د شکنجه کونکو پوځيانو په ملاتړ کې د سرزورو ښارګوټو اوسیدونکو په یرغل پسې د تاؤتریخجنو امنیتی حالاتو خبر ورکړ.

د لبنان النشره خبری انټرنیټي سایت سه شنبې ورځې دعبری رسندویو له قوله راپور ورکړی، په زرګونو اعتراض کونکو سرزورو او ښي پالو صهیونیسټانو په هغو پوځیانو پلټنو باندې په اعتراض کې چې په غزې کې ئې فلسطینی بندیان  شکنجه کړي، په بیت لید له نتانیا ښارګوټي سره په شاخوا کې په پوځي محکمې باندې یرغل وکړ.د نیواکګرانو دپوځ ریډیو هم راپور ورکړ چې کابو۱۲۰۰ مظاهره چیان بیت لید ښارګوټي ته ورسیدل او په لسګونو مظاهره چیان وتوانیدل ورباندې حمله وکړي. ددغې سرچینې د راپور په اساس،په دغو اعتراضونو پسې نیواکګرو پوځیانو خپل ماموران له لویدیځي غاړې او درو کنډکونو چې ټاکل شوې وه، غزې ته ولیږدوي،د نتانیا ښارګي په شاوخو ا کې  د بیت لید کیمپ   په لورولیږل.

د صهیونیستي رژیم د پوځ او پولیس ترمینځ ددوه قطبي کیدا پراختیا

النشره چینل راپور ورکوي، د صهیونیسټ رژیم د کیڼ پالو د ګوند مشر یائير ګولاند صهیونیسټي رژيم د پارلیمان(کنسټ) د هغو یو شمیر غړو دزنداني کولو غوښتنه وکړه چې په بیت لید باندې په پرونۍ حملې کې ئې لاس درلود.ګولان همداراز د صهیونیسټ رژيم لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو  د پوځ په داخل کې د وسلوالو ملیشه اي ډلې په جوړولو تورن کړ.

له بل پلوه د صهیونیسټ رژيم د اپوزیشن مشر ائير لاپيډ ددغه اړئ ګړئ په غبرګون کې ووئيل؛ مونږ اوس د ګړنګ تر سره نه ،بلکې دګړنګ مینځ ته رسیدلي یوو او دا ښئ،هغه پیښې چې په پیښیدا دي، د اسرائيلو لپاره  د یوه نوي موجودیّت  یو ګواښ شمیرل کیږي او نن سبا هر څه له سرو کرښو  تیر شوي دي.

صهیونیسټي رسندوئې؛د داخلی جنګ  او دړې وړې کیداپه یوه قدم کې یوو

مهر خبری آژانس  راپور ورکړی، د صهیونیسټي معاریو ورځپاڼې  پرون په یوه راپور کې لیکلي؛ اسرائيل د اړئ ګړئ په درشل کې نه،بلکې د اړئ ګړئ په مینځ کې دی او هغه ویډیوګانې او انځورونه چې ښئ،په لسګونو او سلګونو اسرائيلیان هڅه کوي،پوځي مرکزونو ته داخل شي،دصهیونیسټي ټولنې د ویشل کیدا یوه نښه ده.

دغه راپور زیاتوي،نتنیاهوژمنه ورکوي،چې مونږ د بشپړ بریالیتوب په یوه ګام کې یوو.خو پرون ناڅاپي متوجه شوو چې د داخلی جنګ په یوه ګام کې یوو. معاریو  همداراز لیکلی دي،د جنګی سناریوګانو له ډيرو بوږنونکو نتیجو څخه هره ورځ زیاتیدونکي انديښې د اسرائيلو پر ونډو بازار ډیرې منفي اغیزې شیندي او په وروستیو شپو ورځو کې په دغه بازار کې د ونډودارزښت د ډيرې زیاتې ځوړتیا شاهدان یوو.

صهیونیسټي رسندویو  همداراز راپور ورکړی، چې په نیواکي ټاټوبو کې په امنیتی تاؤتریخوالو پسې ،سترو هوائي شرکتونو  نیواکي ټاټوبو  ته  خپل سفرونه او الوتونه  ځنډولي دي او ځيني  نوره نړیو ال شرکتونه  هم ددغې فیصلې دغوره کولو په درشل کې دي.

د اسماعیل هنیه له ترور وروسته د صهیونیسټي هوائي حریم بندیدا  

مهر خبری آژانس راپور ورکړی دی صهیونیسټي رسندویو رابور ورکړی دی، دغه رژيم د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر  شهید اسماعیل هنیه  له ترور وروسته خپل هوائي حریم  د مقاومت د توغندوي او ډرونز  د حملو له ویرې تړلی دی.

صهیونیستي رسندویو    دنیواکي ټاټوبو  دهوائي حریم  دبندولو په باب د دغه رژيم اقدام  په نیواکي ټاټوبو باندې د ډرونز او توغندوي پراخو حملو  څخه  داندیښنو په نتیجې کې اعلان کړی دی.

د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو دعمومي اړیکو څانګې په یوې خبرتیا کې وئيلي دي،ډاکټر اسماعیل هنیّه  او د هغه یو ساتونکی په تهران کې د دیره کیدا په ځای کې په یوې حملې کې  شهیدشو.

د اسماعیل هنیه  د ترور  په وړاندې د صهیونیسټ رژیم عجیبه چُپتیا

تابناک خبری سایټ راپور  ورکړی، د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر د مشر اسماعیل هنیّه  د شهادت په خبر پسې د صهیونیسټ رژیم پوځ  د سی این این خبری چینل ته دصهیونیسټ رژیم  پوځ مسئولانو  وئيلي دي،په دې باب د بهرنیو  رسندویو  راپورونو ته ځواب نه ورکوي.

داپه داسې حال کې دي چې  عبری ژبو سرچینو  وئیلي دي، په نیواکي فلسطین مرکز کې واقع ښارګوټو ا وسیدونکي د جنوبی صاحیې باندې د بمبارئ په ځواب کې د حزب الله  دغچ اخستونکي حملې له ویرې  پناه ځایونه پرانیستي دي  ..

 خبري سرچینو د سه شنبې په شپه  د جنوبی بیروت کې  په ضاحیې باندې د صهیونیسټي رژیم  دهوائي حملې خبر روکړی چې په هغې حملې کې څلور کسان  شهیدان او کابو اویا نور ټپيان شوي دي چې وئيل کیږي ، دحزب الله  غورځنګ یو مهم قوماندان هم پکې ترسترګو کیږي.

 

ټیګونه