د اماراتو پوځیان د یمن له ځینو سیمو وتلې دي
Jul 12, 2019 16:49 Asia/Kabul
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي په یمن کښې له ځینو سیمو څخه د اماراتي پوځیانو وتل تایید کړل.
محمد البخیتي نن العالم خبري چینل ته په مرکه کښې وویل: متحده عرب اماراتو د یمن له ځینو سیمو خپل ځواکونه ایستې دي خو د اماراتو د دې اقدام د کلي یا جزئي شاتګ په لړ کښې کوم رسمي او روښانه دریځ نه دی وړاندې شوی.
البخیتي د اماراتو له خوا د دریځ هر ډول بدلون یا یې د سختیدو د ځواب لپاره د صنعا د هوايي ځواکونو او توندیو په بشپړ چمتووالي باندې په ټینګار سره زیاته کړه: د یمن چارواکي له دغه هیواده د ټولو بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتونکې دي او هر پردی پوځي چې په یمن کښې پاتې شي، تیري ګر او نیواکګر دی.
هغه د یمن او نورو هیوادونو د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په احترام باندې ټینګار وکړ.