د لبنان د ولس د کړاؤنو او دردونو د کمولو لپاره به هڅه وکړی
د لبنان لومړی وزیر سعد حریری هم بیګا دخپلې کابینې وزیرانو ته دوه اویا ساعته وخت ورکړی څو د خلکو د مشکلاتو او کړاؤنو دحل کولو لپاره دې لاس په کار شی .
د لبنان ولسمشر میشل عون بیګا په بیروت کې د دغه هیواد د لومړی وزیر سعد حریری د حکومت په کمزوری کړچار باندې د اعتراض ا و مظاهره کونکو خلکو له استازو سره په کتنې کې وئیلی دی ، د ولس د درد اوکړاؤ د کمولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکاروی .
میشل عون ددې خبرې په کولو سره چې په هیواد کې ئې د ضروری اصلاحاتو دعملی کولو او له فساد اونورو ترینګلتیاؤ سره دمبارزې لپاره ټوله هلې ځلې کارولی دی ،زایاته کړې ده ، حکومت به له هغه څه سره په ا رتباط کې چې خلک پرې شکایت کوی ، یو لړ اقدامات غوره کړی .
په عین حال کې د لبنان لومړی وزیر سعد حریری هم بیګا دخپلې کابینې وزیرانو ته دوه اویا ساعته وخت ورکړی څو د خلکو مشکلاتو او کړاؤنو د حل کولو لپاره دې لاس په کار شی .
د لبنان ځینی ښارونه په تیره بیروت دپنجشنبې له مازدیګره د حکومتی ضد مظاهرو ډګرونه دی او خلک له تیرو دوو اونیو راهسې د سعدحریری د حکومت په کمزوری کړچار ئې سختې نیوکې کوی او مظاهرو ته ئې مخه کړې ده .