د عراق حکومت جدی اصلاحات کوی
نښې نښآنې ددې ښودنه وی ، په عراق کې راپورته شوی مظاهرې خود جوشه نه وې او پرَدیو په دغو مظاهرو کې څرګند اوغوره دخالت درلودلی دی .
ایرنا خبری اژانس راپورورکړی د عراق لومړی وزیر عادل عبدالمهدی د عراق د ۲۰۲۰کال د بودجې د ارزونې له غونډې وروسته بیګا په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، حکومت هڅه کوی ، یوه ستره بودجه برابره کړی ، چې د عراق اقتصاد په علمی رودو او سم مدیریّت سره لا ښه پرمخ بوځی .
دعراق لومړی و زیر وئیلی دی ،ددغه هیواد حکومت به په جدی اصلاحاتو سره درست مالی مشکلات په منصفانه ډول حل کړی .
عادل عبدالمهدی زیاته کړې ، د عراق حکومت د هیواد غیر تیلی عایداتو د زیاتولو پروګرام په لومړیتوب کې راوستی دی .
د بغداد پشمول دعراق ځینی ولایتونه په وروستیو اونیو کې د عمومی خدماتو په نامناسب وضعیَت، د بیروزګارۍ او اداری فساد په زیاتیدا په اعتراض کې د ډیرو مظاهرو شاهدان وو ، خو دغه اعتراشونه په وروستیو شپو ورځو کې د تاؤتریخوالی په لور کاږل شوی او له امله ئې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شوی دی . نښې نښآنې ددې ښودنه وی ، په عراق کې راپورته شوی مظاهرې خود جوشه نه وې او پرَدیو په دغو مظاهرو کې څرګند اوغوره دخالت درلودلی دی .