هیڅ هیواد حزب الله له حکومت څخه نشی لیری کولای
(last modified Thu, 14 Nov 2019 00:31:22 GMT )
Nov 14, 2019 05:01 Asia/Kabul
  • هیڅ هیواد حزب الله له حکومت څخه نشی لیری کولای

زمونږ خبریال وایی د لبنان ولسمشر میشل عون په حکومت کښې د لبنان دحزب الله غورځنګ ګډون ته په اشارې سره وویل هیڅ هیواد مونږ نشی مجبورولی داسې ګوند له حکومت لیرې کړو چې د لبنان د خلکو په دریو (۳) کښې یوه (۱)برخه جوړوی .

هغه وویل په لبنان کښې د خلکو اعتراضونه د مالیاتو پرضد په اقتصادی غوښتنو سره پیل شول او سوکه سوکه یې سیاسی رنګ او بوې خپل کړ .

د لبنان ولسمشر میشل عون د اعتراض کونکو د غوښتنو په ملاتړ کولو سره ټینګار وکړ باید په دریو(۳) موضوعګانو یعنی  له فساد سره په مبارزې ، د اقتصادی حالاتو په ښه کولو او مدنی ټولنې ته د رسیدا لپاره په هڅې تمرکز وکړو .

هغه وویل د لبنان په حکومت دخلکو اعتماد له مینځه تللی دی او د دغه اعتماد بیرته لاس ته راوړل وخت غواړی چې ولس ډاډمن شی چې کارونه د لارې له نقشې سره سم چې مونږ انځور کړی ده روان دی .

د لبنان ولسمشر میشل عون د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک ته د حزب الله غورځنګ په پاې بندۍ ټینګار سره وویل د حزب الله مالی کلابندۍ د لبنان دټولو خلکو د کلابند کولو په معنا ده .

د ملګروملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ پریکړه لیک د ۲۰۰۶ میلادی کال د اګست د میاشتې په یولسمه (۱۱) نیټه د لبنان دحزب الله غورځنګ او د اسرائیلو ترمینځ د جنګ دختمیدا لپاره صادر شوی وو .

 

ټیګونه