د عربانو د ګټو په تشخیص او دفاع کې د عربی اتحادئې بې وسي
په عربی اتحادئې کې د هیوادونو وزن او دروندوالی یو شان نه دی او دغه اتحادیه د څو هغوعربو هیوادونو په سلطې کې ده چې د خپل بهرني سیاست په فیصلو کې هیڅ خپلواکي نه لري او په لویدیځي آسیا کې د امریکا له سیاستونو او کړچارونو څخه خپلواکه حرکت نشي کولی .
د عربی اتحادئې خارجه وزیرانو د چارشنبې ورځې ناسته چې په ویډیوئی کنفرانس سره شوي،له صهیونیسټي رژيم سره ئې د متحده عربی اماراتو د موافقې په تلویحي ملاتړسره پاي ته رسیدلې ده .
د عربي اتحادئې د ستمبرد نهمې نیټې دغه ناسته په داسې شرائطو کې ترسره شوي،چې د اړیکو دعادي کولو لپاره له وحشي صهیونیسټي رژيم سره د متحده عربی اماراتو دموافقې داعلان کابو یوه میاشت تیریږي. په دغې غونډې کې ددغې بې شرمه موافقې په محکومیّت کې نه یوازې کومه اعلامیه نه ده صادره شوي ، بلکې په تلویحي ډول دغې اتحادئې د آبراهم موافقې ملاتړ هم کړی دی .
مهمه پوښتنه داده چې ولې عربي اتحادیه د عربو هیوادونو دګټو ددفاع توان نه لري ؟
داسې بریښي، د عربي اتحادئې د دغې بې وسۍ لومړنی دلیل باید د عربو هیوادونو د ګټو ددفاع لپاره ددغې اتحادئې په داخل کې د ګډو دریځونو په نیشتوالي کې ولټول شي .د عربي اتحادئېدننه د آبراهم موافقې باندېهیڅ ډول غبرګون نشته او د مصر،عمان ،بحرین ا و موریتانیا په څيرځيني هیوادونه په رسمي توګه او د عربستان ،قطر او اردن په څيرځینی نورو هم تلویحا ددغې موافقې ملاتړ کړی او ځينو نورو عربو هیوادونو پرې چپتیا غوره کړې او یا ئې ورسره مخالفت کړی دی> پر دې اساس،په دغې اتحادئې کې په دغې موافقې باندې دغبرګون لپاره هیڅ ګډ دریځ نشته .
بل دلیل ئې دا دی چې په عربی اتحادئې کې د هیوادونو وزن او دروندوالی یو شان نه دی او دغه اتحادیه د څو هغوعربو هیوادونو په سلطې کې ده چې د خپل بهرني سیاست په فیصلو کې هیڅ خپلواکي نه لري او په لویدیځي آسیا کې د امریکا له سیاستونو او کړچارونو څخه خپلواکه حرکت نشي کولی . پر دې اساس ، په د اسې حال کې چې امریکاد صهیونیسټ رژيم او متحده عربی اماراتو د موافقې اصلي معمار او پلانونکی هیواد ؤ ، د عربي اتحادې د غړو هیوادونو له خوا ددغې موافقې د محکومولو هیڅ ا مکان نشته .
ځيني شناندي او کارپوهان په دې اند دي چې د آبراهم موافقې یا هماغه له صهیونیسټ رژيم سره د متحده عربی اماراتو د موافقې یو اړخ، په عربی نړۍ کې د امریکا او صهیونیسټ رژيم دنفوذ زیاتیدا ده او دا موضوع د عربي اتحادئې د خارجه وزیرانو په وروستۍ غونډې کې په اوڅاره توګه لیدل شوي ده . د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ د اطلاع رسونې مسئول داؤد شهاب په دې باب وئيلي دي ، عربی اتحادیه ، له صهیونیسټ رژيم سره د اړیکو د عادي کولو په مخکښ بدله شوې ده او د امریکااو صهیونیسټ رژيم دسلطې د زیاتیدا په ګټه ، له خپل اصلي رول لوبونې څخه سوکه سوکه لاس په اخستو ده .
دریم دلیل ئې دا دی چې که څه هم عربی اتحادیه د عرب قومیّت د فیکټر په اساس تاسیس شوې ده ، خو داسې ښکاري ، ددغې اتحادئې غړي هیوادونه دخپلو بهرنیو سیاستونو په فیصله کولو کې له عرپي هویّته په تیریدا دي . متحده عربي امارات ،بحرین ، مصر ، اردن او تر ډیره حده سعودي عربستان، په دغو هیوادونو کې مخکښ شوي دي . د همدغه فیکټر په اساس هم نه یوازې د فلسطین موضوع د عربی اتحادئې دبهرنیو چارو وزیرانو په غونډې کې په جدي توګه نه ده ارزول شوي ، بلکه بحرین او اماراتو ،فلسطین په عربي اتحادئې کې په درز او اختلاف اچولو هم تورن کړی دی . یوه فلسطیني چارواکي په دې باب وئيلي دي،ځينو عربوهیوادونو پرفلسطینیانو اعتراضونه کړي دي،چې بایدپه عربی اتحادئې کې د اختلاف د رامینځةکیدا لامل نشي او د فلسطین موضوع ، دې په دغې اتحادئې کې د اختلاف عامله نشي .
دعربانو په دفاع کې د عربی اتحادئې د بې وسۍ څلورم دلیل دادی ، چې دغه اتحادیه دعربو ملتونو په دفاع کې خپل کارندوالی نه ویني ، بلکې د عربو واکوالانو په دفاع کې ئې تعریف کوي . دعربو هیوادونو زیاتره خلک د اړیکو د عادي کولو لپاره له صهیونیسټ رژيم سره د اماراتو د موافقې مخالف دي او حتی د متحده عربی اماراتو بیرغ او د ولی عهد تصویرونه ئې هم سوځولي دي ، خو د عربو هیوادونو دخلکو ددغه کړچار په مقابل کې د عربانو د اقتدار غلۀ او پاچایانو ټولګه ده .
وروستی ټکی دا چې ، په دغې وروستۍ ناستې کې د عربی اتحادئې دریځونو ثابته کړې ، چې فلسطینیان له هر څه زیات بایدپخپل ځان او مټ چې په نړیوالو اړیکو کې د حقیقت پالو نظریه وړاندې کونکو چورلیزې اصل دی ، باؤر وکړي.په ځان د باؤر د اصل په اساس،نړیوال چاپیریال آنارشیک(Anarchic) یا له ګډوډیو سره مخامخ دی او هر یو هیواد په لومړۍ درجې کې باید دخپل ځان دفاع وکړي .