د بقیع قبرونه په مسلمانانو کښې د تفرقې په موخه وران کړې شول
(last modified Fri, 21 May 2021 01:12:42 GMT )
May 21, 2021 05:42 Asia/Kabul
  • د بقیع قبرونه په مسلمانانو کښې د تفرقې په موخه وران کړې شول

د تهران موقته امامِ جمعه وویل: د بقیع ادیرې قرونه د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچولو په موخه وران کړې شوې دي.

د تهران موقته امامِ جمعه وویل: د بقیع ادیرې قرونه د مسلمانانو ترمینځ د تفرقې اچولو په موخه وران کړې شوې دي.

حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي پرون په بقیع ادیرې کښې د پاکو امامانو د قبرونو د ورانولو په لړ کښې د آل سعود د جنایت د غندلو په مراسمو کښې وویل: په بقیع کښې د پاکو امامانو علیهم السلام د قبرونو ورانول د بریطانیې پروګرام و چې له دغې لارې د مسلمانانو ترمینځ اتحاد او یووالی ختم کړي.

د تهران لنډمهاله امام جمعه زیاته کړه: آل سعود د قدرت په سر په خپلو کښې ښکیل شوي دي او د هغوي د قتلونو، لوټمارۍ، فحشاؤ او فساد دوسیه ډیره درنه ده.

هغه وویل: آل سعود خپلو اهدافو ته د رسیدو په خاطر د سپينې ماڼۍ عبادت کوي خو د خپل جاهلانه تفکر یعنې وهابیت په وجه یې په بقیع کښې یې د امامانو قبرونه وران کړل.

د ویلو ده چې د ۱۳۴۴ هجري قمري کال د شوال یا وړوکي اختر د میاشتې په اتمه نیټه په مدینه منوره کښې بقیع قربستان د آل سعود وهابیانو په لاس وران کړی شو.

 

ټیګونه