انګلستان به د طالبانو پرضد له دباو کار واخلي
Sep 07, 2021 12:00 Asia/Kabul
فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن پارلمان کښې په وینا کښې وویل لندن به د طالبانو په وړاندې د دباو له ټولو اوزارنو استفاده وکړي .
بوریس جانسن پرون د بریتانیا په پارلمان کښې ادعا وکړه اجازه به ورنکړو چې افغانستان یوځل بیا د ترهګرۍ لپاره په امن ځای بدل شي او نړیواله ټولنه باید د طالبانو په هکله یوهیړ دریځ غوره کړي .
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن وویل طالبان به په هغو اقداماتو سره چې ترسره کوي یې وجاجوو او په دې زمینه کښې به د اقتصاد دباو له ټولو اوزارونو استفاده وکړو .