لیز ټروس د بریتانیا نوي خارجه وزیره شوه
فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیربوریس جانسن میرمن لیز ټراس (Liz Truss) د نوي خارجه وزیرې په توګه معرفي کړه .
بوریس جانسن میرمن لیز ټروس د نوي خارجه وزیرې په توګه معرفي کړه چې د ډومینیک راب ځای ناستي شي .
له دې مخکې د انګلستان خارجه وزیر ډومینیک راب د هیواد د کابینې د بدلولو د پلان په چوکاټ کښې د عدلیې د وزیر او د لومړي وزیر د مرستیال په توګه وټاکل شو .
د بریتانیا د خارجه وزیر ډومینیک راب له څوکۍ بدلول له افغانستان څخه د بریتانیا د وتلو د عملیاتو د اجرا په هکله د هغه پرضد د سختو نیوکو په وجه دي .
د بریتانیا خارجه وزیر راب په افغانستان باندې د طالبانو د واک د ترلاسه کولو په وخت په یونان کښې په چټیانو بوخت و او هغه چټیانې پرې نه ښودلې او ځکه خو له نیوکو سره مخ و او همدا اوس له خارجه وزارت څخه لیری کړی شوی دی .