روسیې د ناټو د خطرناک کړچار په هکله خبرداری ورکړ
(last modified Thu, 28 Oct 2021 09:09:22 GMT )
Oct 28, 2021 13:39 Asia/Kabul
  • روسیې د ناټو د خطرناک کړچار په هکله خبرداری ورکړ

تاس خبري اژانس وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په اروپا ، اسیا او ارام سمندر کښې د امریکا لخوا د مینځ واټنه توغندیو د دیره کولو د امکان او د ناټو د پوځي ماموریت د پراخولو په هکله خبرداری ورکړ .

سرګي لاوروف وویل ناټو تړون خطرناکه لوبه پیل کړي ده او په ښکاره توګه په ټوله دنیا کښې د پوځي ماموریتونو د پراخولو لپاره د ګروهنې خبر ورکوي البته روسیه به له دا ډول هڅې سره د مقابلې لپاره ټول اقدامات ترسره کړي .

سرګي لاوروف وویل داسې ثبوتونه شته چې ثابتوي د ناټو پلانونکو خپل پام د ختیځ په لور اړولی دی او حتی د ناټو مشر هم ویلي دي چې د دغه تړون ماموریت باید ټولې هند اوقیانوسیې او ارام سمندر ته هم پراخ شي .

هغه دغه راز په ختیځې اروپا سیمې او ارام سمندر کښې د لنډ واټنه او د مینځ واټنه  توغندیو د دیره کولو لپاره د امریکا په هڅې اندیښنه څرګنده کړه او یادونه یې وکړه په ټول کښې که چیرې وغواړو د نورو هیوادونو او د سیمو په هکله خبره وکړو مسلما مونږ د توغندیو د دیره کولو لپاره د امریکا لخوا  په ګروهنې اندیښمن یوو چې له روسیې سره د لنډواټنه او د مینځ واټنه توغندیو نابودۍ ته د اړونده موافقې په چوکاټ کښې ورباندې بندیز دی او دغه موضوع نه یوازې له اروپا لوې وچې بلکې له اسیا او ارام سمندر سره هم اړوندیږي .

 

ټیګونه