د بریتانیا څلورو حکومتي چارواکو استعفاګانې ورکړې
فارس خبري اژانس وايي د بریتانیا د حکومت څلورو (۴)لوړرتبه چارواکو په هیواد کښې د شخړو په بهیر کښې له خپلو څوکیو څخه استعفا ورکړه .
په بریتانیا کښې د کورونا ویروس د محدودیتونو په اوج کښې د حکومت د چارواکو د جنجالي میلمستیاو په هکله راپور د هیواد په یوه (۱) اصلي کړکیچ بدل شوی دی .
د بریتانیا پولیس د دغو میلستمیاو او د لومړي وزیر بوریس جانسن او د هغه د نږدې کسانو لخوا د کورونا ویروس د قوانینو او د محدودیتونو د خلاف ورزۍ کولو په هکله د تحقیق د ترسره کولو په حال کښې دي .
د بریتانیا د شمالي ایرلینډ اول وزیر پاول ګیوان ، د سیاست د جوړونې مسولې او سیاسي سلاکارې منیره میرزا او د عمومي اړیکو مسول جک ډویل او دغه راز رونزن فیلډ هغه چارواکي دي چې پرون یې د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن ته خپلې استعفاګانې اعلان کړې .
د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن د پارلمان په تیرې دوشنبې ورځې غونډې کښې د خپل حکومت د جنجالي میلمستیاو په وجه د پارلمان د غړیولخوا تر سخت دباو لاندې ورغی .
د بریتانیا د لیبر ګوند مشر کیر سټارمر د پارلمان په غونډې کښې له استازیو وغوښتل چې لومړی وزیر له کاره لیرې کړي .