په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو په اړتیا د ولادیمیر پوتین ټینګار :-
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تیرې سې شنبې ورځ د روسیې په لیرې ختیځ کښې د وستوچني (Vostochny) د فضايي اډې له کارکوونکو سره په کتنه کښې په اوکراین باندې د حملې د هدفونو د تحقق په هکله چې هغه یې کاملا روښانه او ښه وبلل وویل :همداسې به وي شک نشته .
ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ په اوکراین کښې د روسیې د پوځي عملیاتو اصلي هدف د دونباس سیمې له خلکو سره مرسته کول دي چې په رسمیت مو پیژندلي ده .
د اوکراین چارواکو د لویدیځو هیوادونو د دباو په وجه دونباس ته د اړونده مشکلاتو په سوله ییز ډول د حل کولو په هدف سره د مینسک د موافقو له پیروۍ ډډه وکړه .
ولادیمیر پوتین وویل په کي یف کښې نئونازي څانګې د پراختیا په حال کښې وې او له مسکو سره حتما جنګ کیده او یوازنی مسله د دغه جنګ وخت و .
په حقیقت کښې د روسیې ولسمشر پوتین باوري دی چې د اوکراین جنګ ضروري چاره وه .
د پوتین له نظره د دغه چارې دلیل د اوکراین په ختیځ کښې د اوربند د تحقق او د دغه سیمې په وړاندې د اوکراین د ژمنو له اجرا څخه د کي یف د حکومت ډډه کول او په اوکراین کښې د نئونازي او د فاشیسټي غورځنګونو پراخیدل او په دونباس سیمې باندې د اوکراین د پوځ او د ملیشا ځواکونو حملې وې .
په دې سربیره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دغه چارې ټینګار لري چې د اوکراین او د روسیې ترمینځ د جنګ رامینځته کیدل ، د پیښو بهیر ، شرایطو او حالاتو ته په پام سره یوه ناانکاریدونکي چاره وه او دغه جنګ به خامخا کیده .
دغه مساله له ناټو سره د یوځاې کیدا لپاره داوکراین بیابیا غوښتنو او له ناټو او امریکا څخه د کي یف د زیاتو پوځي مرستو ترلاسه کولو او د ختیځ په لور د پراختیا لپاره د ناټو ټینګار او د روسیې سرحدونو ته نږدې د ناټو د وروستیو ته په پام سره ظاهره ناانکاریدونکي چاره ښکاریدله .
په دې لړ کښې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین لومړۍ د تیرې فرورۍ د میاشتې په یویشتمه نیټه د ماسکو امنیتي اندیښنو ته د لویدیځې په بې پامۍ باندې نیوکې سره وویل چې ماسکو د دونتسک او د لوهانسک جمهوریتونو خپلواکۍ په رسمیت پيژندي او د کریملین ماڼۍ د دغو دوو جمهوریتونو له مشرانو سره د دوستۍ او د ملګرتیا تړونونه هم لاسلیک کړل .
په ورپسې پړاو کښې ولادیمیر پوتین د فرورۍ دمیاشتې په څلرویشتمه نیټه د دونتسک او د لوهانک د مشرانو پوځي مرستې غوښتنې ته په غبرګون کښې په دونباس سیمه کښې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو حکم ورکړ .
د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشنکو چې د روسیې متحد ګڼل کیږي د ولادیمیر پوتین د څرګندونو ملاتړ وکړ .
لوکاشنکو په یوه خبري کانفرنس کښې وویل که چیرې د روسیې برید لږ شان ځنډیدلی اوکراین د روسیې خاورې ته زیات تاوان رسوه .
همدا اوس د اوکراین د جنګ نهه څلویښت(۴۹) ورځې تیریږي او تراوسه د نړۍ پینځویشتو (۲۵)هیوادونو اوکراین ته بیلابیلې پوځي وسلې استولي دي .
روسیه ټینګار لري چې د اوکراین د نیولو اراده نلري .
د اوکراین د جنګ په پیلیدا سره لویدیځو هیوادونو اوکراین ته زیاتې وسلې ورکړي دي خو د اوکراین د پوځي وسلو تر ټولو ستر تامینونکی هیواد امریکا دی .
د امریکا ولسمشر جوبایډن نیت لري په پوځي مرستو سربیره چې مخکې یې اعلان کړي دي د اوه سوه پنځوس(۱۵۷) میلیونه ډالرو په ارزښت نوي پوځي مرستې اوکراین ته بیلې کړي .
روسیې په ځلونو ویلي دي چې اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو استول یوازې د جنګ د اوږدیدا سبب کیږي او حتی خبرداری یې ورکړی دی چې د روسیې ځواکونه په بالقوه ډول کولای شي په دغو وسلو بریدونه وکړي .
د امریکا ولسمشر جوبایډن دغه راز د روسیې د ولسمشر پوتین پرضد رواني او تبلیغاتي جنګ پیل کړی او هغه په ډول ډول منفي صفتونو سره یادوي .څرنګه چې بایډن ویلي دي په اوکراین باندې د پوتین حمله نسل کشي ده .
دغه راز په اوکراین جنګ کښې د نه لاسوهنې په هکله د ناټو له ادعا سره سره په عمل کښې اوکراین د ناټو په استازي توب له روسیې سره د جنګ په حال کښې دی .
ناټو د اوکراین پوځي تجهیزات ، لاجیسټیکي استخباراتي ملاتړونه او مالي سرچینې تامین کړي دي او د اوکراین ونډه هم د دغه جنګ د انساني ځواک برابرول دي .
د امریکا په مشرۍ ناټو تړون داسې ګومان کوي چې په اوکراین کښې د جنګ وروستیدا او د روسیې د پوځ د تجهیزاتو او انساناني تاوانه او هم د روسیې پرضد د اوسنیو بایکاتونو دوام به په نهایت کښې د روسیې د اقتصاد د نسکوریدا او د ولسمشر ولادیمیر پوتین د روا والي د کمیدا سبب شي .