اوکراین ته د وسلو استول دغه هیواد تباه کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن ماریا زاخارووا په یوه خبري کانفرنس کښې وویل اوکراین ته د ناټو د غړیو هیوادونو د وسلو استول یوازې د دغه هیواد له تباه کیدا سره مرسته کوي.
په اوکراین باندې د روسیې د پوځي حملې له پیلیدا راهسې د ناټو غړیو هیوادونو او د دوې متحدانو د اوکراین په جنګ کښې له نیغ په نیغه لاسوهنې ډډه کړي ده خو اوکراین ته وسلې ، مهمات او سونګ ورکوي.
روسیې په ځلونو اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو د استولو او د جنګ د اوږدیدا د پایلو په هکله خبرداری ورکړی دی.
د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن زاخارووا پرون په خبري کانفرنس کښې ټینګار وکړ اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو استول نه یوازې مرسته کول نه دي بلکې د دغه هیواد په ورانولو کښې ملګرتیا کول دي.
هغې وویل اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د وسلو استول یوازې دغه توهم ته لمن وهي چې د روسیې او د اوکراین د مشکل د ختمولو لپاره به یوازنۍ موجوده حل لاره پوځي عملیات وي.
د ایټالیا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټۍ مشر ویټو پیټروچلي هم په تیرې یکشنبې ورځ اوکراین ته د وسلو په استولو باندې په کامل ډول د بندیز د لګولو او د دغه هیواد د لومړي وزیر ماریو ډراګي پرضد د نه باور رایې د مطرح کولو غوښتنه وکړه.
د ایټالیا دغه چارواکي وویل په وسلو د اوکراین سمبالول یوازې د جنګ د اوږدیدا سبب کیږي او دا هماغه مسله ده چې د ایټالیا اکثره خلک یې مخالف دي.
بل خبر دا چې د روسیې د خارجه وزارت ویاندې میرمن زاخارووا وویل د هر هیواد لخوا د ماسکو د شتمنیو د کنګل کیدا په بڼه کښې به غچ اخیستونکی اقدام ترسره شي.