د اروپايي هیوادونو کړکیچ به نور هم پسې زیات شي
(last modified Sun, 10 Jul 2022 23:52:45 GMT )
Jul 11, 2022 04:22 Asia/Kabul
  • د اروپايي هیوادونو کړکیچ به نور هم پسې زیات شي

الجزیرې ټیلي ویژن راپور ورکړ د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر «ویاچسلاو ولودین» وویل په اروپا کښې به کړکیچ نور پسې زیات شي.

هغه وویل هغه کړکیچونه چې همدا اوس اروپايي هیوادونه ورسره لاس او ګریوان دي په راتلونکي  کښې نور هم پسې زیات شي.

د ناروې هیواد د شناندې او د پوهنتون د استاد ګلن ډیسن لخوا د ترسره شویو تحقیقاتو پراساس د لویدیځو هیوادونو لخوا د انرژۍ په برخه کښې په روسیې باندې بایکاټ لګیدا سره د جرمني اقتصاد په ځوړتیا دی او د جرمني اقتصادي بیلګه د ورانیدا په حال کښې ده  او جرمني له یوې اقتصادي غمیزې سره مخامخ ده.

د اروپايي اتحادیې غړي هیوادونه  چې د امریکا د دباو په اعمالیدا سره یې د روسیې پرضد پراخ بایکاټونه لګولي دي همدا اوس په خپله له کړکیچ سره مخامخ دي او همدا اوس د امریکا د جنګي سیاستونو په تعقیبولو سره خپل اقتصاد له زوال سره مخامخ ویني.

 

ټیګونه