افریقا ته د سرګي لاوروف سفر؛ د نویو فرصتونو د موندلو لپاره د روسیې هڅه:-
(last modified Mon, 25 Jul 2022 10:31:14 GMT )
Jul 25, 2022 15:01 Asia/Kabul
  • افریقا ته د سرګي لاوروف سفر؛ د نویو فرصتونو د موندلو لپاره د روسیې هڅه:-

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له تیرې یکشنبې ورځې څخه افریقايي هیوادونو ته خپل پینځه ورځني سفرونه پیل کړل.

هغه د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او خارجه وزیر سامح شکري سره کتنه وکړه.

ټاکل شوي ده چې سرګي لاوروف ایتوپیا، یوګینډا او کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ته هم سفرونه وکړي او د دغو هیوادونو له چارواکو سره  کتنې او خبرې وکړي.

که څه هم مصر ته د روسیې د خارجه وزیر لاوروف د سفر او د دغه هیواد له لوړرتبه چارواکو سره د خبرو په وخت بیلابیلې موضوعګانې مطرح شوې، سره له دې داسې ښکاري له روسیې او اوکراین څخه د خوراکي شیانو په تیره بیا د غنمو په واردولو باندې د مصر د زیات اړوندوالي او د اوکراین د جنګ د رامینځته کیدا په دلیل د دغو وارداتو د ډیر کمیدا په زمینه کښې د وروستیو مشکلاتو په دلیل د خبرو اترو یوه مهمه مسله د دغه شخړې د حل کولو لپاره د لارو چارو موندل وي.

البته ماسکو په ځلونو لویدیځ هیوادونه له روسیې څخه د غنمو او د نورو سټراټيژیکو محصولاتو د صادریدا په لاره کښې په خنډ جوړولو تورن کړي دي.

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف په دې زمینه کښې د غلو د صادراتو د موافقې د  بریالي کیدا په هکله د هیلې د څرګندولو په ترڅ کښې چې په استانبول کښې لاسلیک شوه په دغه چارې ټینګار وکړ چې د روسیې پرضد لګول شوي بایکاټونه د روسیې د غلو د صادریدا او د تجارتي کشتیو د تګ راتګ خنډ شوي دي.

سرګي لاوروف وویل ماسکو هیله من دی چې ملګري ملتونه د خوراکي موافقې د یوې برخې په توګه وکولای شي غیر قانوني بایکاټونه چې د غلو د صادریدا خنډ کیږي ختم کړي.

په عین حال کښې دغه موضوع چې د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف مصر هیواد افریقايي هیوادونو ته د خپل پړاویز سفر لومړی تم ځای انتخاب کړی دی د ماسکو له نظره د دغه هیواد د اهمیت ښودنه کوي او یو ډول د اوکراین د جنګ په وړاندې د مصر د دریځونو څخه قدرونه کول دي.

د مصر د پخواني خارجه وزیر مرستیال او د نړیوالو اړیکو کارپيژاند حسین هریدي د سرګي لاوروف د سفر په هکله وویل:قاهره اوسنیو اړونده نړیوالو دریځونو ته په پام سره افریقا ته د روسیې د خارجه وزیر د سفر مهم تم ځای دی.

قاهرې ته د سرګي لاروف سفر له یوې خوا د مصر او د روسیې د سټراټيژیکو اړیکو په چوکاټ او له بلې خوا د اوکراین او د روسیې د جنګ په وړاندې د مصر د هوښیارانه دریځ او د هیڅ لوري د پلویتوب د نه کولو په چوکاټ کښې دی.

هغه مهمه مسله چې افریقايي هیوادونو ته د روسیې د خارجه وزیر د پړاویز سفر په زمینه کښې ځان ښيي د افریقا لوې وچې هیوادونو سره د ډيپلوماټیکو او د سیاسي تعاملاتو په زیاتولو سره له سیاسي څنګ ته کیدا څخه د وتلو او د نویو اقتصادي او د تجارتي فرصتونو او په افریقا کښې د نویو بازارونو د موندلو لپاره د ماسکو هڅه ده.

د امریکا په مشرۍ لویدیځو هیوادونو د اوکراین د جنګ له پیلیدا راهسې په ټولو ممکنو زمینو کښې د روسیې پرضد تر ټولو سخت بایکاټونه لګولي دي او همدغه چاره د ماسکو لپاره د بیلابیلو مشکلاتو د رامینځته کیدا سبب شوي ده.

طبیعي خبره ده چې په دغو شرایطو کښې روسیه د نویو سیاسي ، اقتصادي او د تجارتي شریکانو د پیدا کولو هڅه وکړي  او خپله هڅه له هغو هیوادونو سره د اړیکو د پراخولو لپاره وکاروي چې د روسیې د بایکاټ په زمینه کښې یې د لویدیځ د کړچار ملاتړ نه دی کړی بلکې په بیلابیلو اړخونو او ډګرونو کښې له ماسکو سره د اړیکو د ساتلو او حتی د اړیکو د پراخولو غوښتونکي دي.

داسې ښکاري چې د ماسکو اوسنۍ هڅه له افریقايي هیوادونو سره د روسیې د سیاسي اړیکو په پراخولو متمرکزه ووسي.

په دې لړ کښې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف درې ورځې مخکې په یوه خبري کانفرنس کښې څو افریقايي هیوادونو ته د خپلو سفرونو د اعلانولو په ترڅ کښې وویل دغه سفرونه د افریقا او د روسیې د مشرانو د غونډې په ښه ډول چمتووالي متمرکز دي او د دغه غونډې د ترسره کیدا ځاې به وروسته اعلان شي.

سرګي لاوروف مخکې ویلي وو چې د روسیې او د افریقايي هیوادونو راتلونکي غونډه به په روان میلادي کال کښې په یوه افریقايي هیواد کښې ترسره شي.

د روسیې چارواکو په ځلونو له افریقايي هیوادونو سره د اړیکو په اهمیت ټینګار کړی دی.

په دې لړ کښې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي دي چې له افریقايي هیوادونو سره ملګرتیا سټراټيژیکه او اوږدمهاله ده او له افریقايي هیوادونو او د افریقا د لوې وچې له سیمه ییزو موسسو سره د اړیکو پراخول د روسیې د بهرني سیاست یو لومړیتوب دی.

د اروپا د بهرنیو اړیکو په شورا کښې د افریقا د برخې مدیر تئوډور مورفي وویل: روسیه له لویدیځو هیوادونو څخه په کمو شرطونو او شرایطو سره د امنیتي مرستو په وړاندې کولو او په افریقايي هیوادونو باندې د لویدیځ له نیوکو ورهاخوا سیاسي پوښښ سره په افریقا کښې د خپل نفوذ د بیرته ټینګیدا لپاره فرصتونه پیدا کړي دي.

 

ټیګونه