د بریتانیا لومړی وزیر شاید د ناټو سرمنشي جوړ شي
(last modified Thu, 28 Jul 2022 01:04:02 GMT )
Jul 28, 2022 05:34 Asia/Kabul
  • د بریتانیا لومړی وزیر شاید د ناټو سرمنشي جوړ شي

ایرنا خبري اژانس وویل د انګلستان ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې په یوه راپور کښې ادعا وکړه د بریتانیا له کاره څنګ کیدونکی لومړی وزیر بوریس جانسن به د ناټو تړون مشر شي.

اوکراین او د بریتانیا د کنزرویټو ګوند استازي د ناټو تړون د سرمنشي د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د بوریس جانسن د کاندید  کیدا ملاتړ کوي.

د بریتانیا ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې وویل  په داسې حال کښې چې د کنزرویټو ګوند لوړرتبه چارواکو د ناټو د مشرۍ د ترلاسه کولو لپاره د لومړي وزیر بوریس جانسن د کاندید کیدا ملاتړ کړی او ځینې کسان باوري دي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون له دغه چارې سره مخالفت کړی او هغه به د ناټو د سرمنشي څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د بوریس جانسن کاندید کیدا ویټو کړي.

ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼه باوري ده لیرې ښکاري چې بوریس جانس د بریتانیا له لومړي وزارت څخه څنګ ته کیدا وروسته له یوې مهمې څوکۍ لرلو پرته پاتې شي په تیره بیا د هغه پیاوړي ملاتړ په خاطر چې د اوکراین په هکله یې ښودلی دی.

 

ټیګونه