د ټیلي ويژن نطاقې د خبرونو د لوستلو په وخت مچ تیر کړ
زمونږ خبریال وايي د کاناډا هیواد خبریالې او نطاقې میرمن فرح ناصر په ټيلي ويژن باندې په ژوندۍ بڼه د خبرونو د لوستلو په مچ وخوړ.
میرمن فرح ناصر په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د ویډیو په خپرولو سره ویلي دي زه دغه ویډیو په دې وجه په اینټرنیټ باندې خپروم ځکه چې نن سبا مونږ ته د خندا کولو ضرورت شته او ما نن یو مچ د خبرونو د لوستلو په وخت روغ تیر کړ.
د کاناډا د ټيلي ويژن ناطقې او خبریالې میرمن فرح ناصر په ژوندۍ بڼه په ټیلي ویژن باندې په پاکستان کښې د سیلابونو د تباهیو په هکله خبر لوست چې په دې وخت کښې د هغې د خولې ګیر چاپیر یو مچ ګرځید.
د ټيلي ويژن خبریالې خبرونه لوستل چې د هغې د مخ رنګ بدل شو او هغې خپله خوله پاکه کړه او د کیمرې مخ ته داسې کیناستله چې هیڅ نه دي شوي.
هغې وروسته په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې ویډیو خپره کړه او ویې ویل چې زما خولې ته مچ ننوتلی و.