بریتانیا په بې وزله او شتمنو برخو ویشل شوي ده
(last modified Fri, 23 Sep 2022 09:56:10 GMT )
Sep 23, 2022 14:26 Asia/Kabul
  • بریتانیا په بې وزله او  شتمنو برخو ویشل شوي ده

زمونږ خبریال وايي د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډون براون وویل نوي لومړۍ وزیرې لیز ټراس انګلستان په دوو برخو یعني بې وزله او شتمن باندې ویشلی دی.

هغه په ګارډین ورځپاڼې کښې په یوې مقالې کښې ولیکل د نوي لومړۍ وزیرې لیز ټراس حکومت هیواد په دوو برخو  بې وزله او  شتمن دوو ویشلی دی.

هغه په دغه مقالې کښې په دې خبرې سره چې حکومت ادعا کوي د انرژۍ بیې ثابتې ساتي خو د راتلونکي اکتوبر میاشتې له لومړیو څخه به په بریتانیا کښې د خلکو لپاره د انرژۍ بیې پینځویشت فیصده نورې هم زیاتې شي.

د بریتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډون براون په دغه مقالې کښې ولیکل د ایپسوس(ipsos) موسسې د نظر سنجې پراساس د انګلستان درې اویا فیصده خلک بې وزلۍ ، ټولنیزه نابرابرۍ او انفلاسیون د خپل ژوند تر ټولو مهمې اندیښنې او مشکلات ګڼي.

هغه وویل که چیرې د بریتانیا د نوي حکومت څو میلیارډه پونډه پلان په ښه ډول اجرا نشي احتمال شته چې په دغه هیواد کښې به پینځه میلیونه نور ماشومان هم بې وزله شي او د بریتانیا ډیر خلک به د یوه وخت د مفتې ډوډۍ د ترلاسه کولو لپاره خیریه موسسو ته ورشي.

 

ټیګونه