د انګلستان خلکو د کور د شیانو خرڅولو ته مخه کړي ده
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا په میلیونونو خلک د ژوند د لګښتونو د زیاتیدا په کړکیچ کښې مجبوره شوي چې د خپلو کورونو د شیانو په خرڅولو سره د بریښنا، د ټیلي فون او د اوبو بیلونه او پیسې ورکړي.
د بریتانیا د ملي شمیرنې مرکز څه موده مخکې وویل چې په دغه هیواد کښې انفلاسیون لس اعشاریه یو فیصدو ته رسیدلی او اټکل کیږي چې د راتلونکي میلادي کال تر لومړیو پورې دغه انفلاسیون دوه ویشت فیصدو ته زیات شي.
د انګلستان ډیلي میرر ورځپاڼې ولیکل په هیواد کښې د ویچ(which) موسسې د نظر پوښتنې پراساس چې د شیانو په بیو باندې څارنه کوي په دغه هیواد کښې د شیانو د بیو د زیاتیدا کړکیچ سبب شوی دی چې پینځه شپیته فیصده کورنۍ د داسې لارو چارو په فکر کښې شي چې وکولای شي د ژوند لګښتونه تامین کړي.
د دغه موسسې د راپور پراساس د خپلو کورونو د شیانو خرڅول، د غیر ضروري شیانو د اخیستلو حذفول او له جمع کړې شویو پیسو استفاده کول هغه رودې چې همدا اوس یې د انګلستان خلک اجرا کوي.
د پیسو نړیوال صندوق ايي ایم ایف(IMF) روانه اونۍ د بریتانیا د نوي حکومت په اقتصادي سیاستونو باندې نیوکې سره په دغو پالیسیو کښې د بیا کتنې غوښتنه کړي ده.
د اوکراین له جنګ وروسته د بریتانیا، د فرانسې د جرمني او د نورو اروپايي هیوادونو خلک ډیر بې وزله او بې روزګاره شوي دي او په دغو هیوادونو کښې د انرژیو په تیره بیا د پیټرولو ، ډیزلو او د بریښنا او د ګازو بیې هم ډیرې لوړې شوي دي.