د روسیې د چارواکو ترمینځ هیڅ اختلاف نشته
فارس خبري اژانس وايي د روسیې د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف د اوکراین د جنګ په هکله ولسمشر ولادیمیر پوتین ته د نږدې چارواکو ترمینځ د اختلاف په هکله مطرح شوي ادعاګانې دروغ وبللې.
هغه پرون د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په داخلي کړۍ کښې د اخلاف د وجود په هکله مطرح شوي ادعاګانې رد کړې.
له دې مخکې ځینو رسنیو د دیمیري پسکوف په قول ادعا کړي وه چې د ولادیمیر پوتین د داخلي کړۍ یوشمیر غړیو په اوکراین کښې د پوځي عملیاتو د مدیریت په هکله نیغ په نیغه خپل مخالفت څرګند کړی و.
دیمیتري پسکوف دغه ادعاګانې کاملا ناسمې وبللې.
د اوکراین جنګ له ټولو پراخو سیاسي، پوځي او اقتصادي، تولنیزو او حتی کلتوري اړخونو سره سره اتمې میاشتې ته ورداخل شوی او اوکراین ته د امریکا او د اروپايي هیوادونو د وسلو او د ترهګرو کسانو استول هماغه راز دوام لري.
امریکا او لویدیځو هیوادونو د اوکراین د جنګ د بندیدا هڅه نه ده کړي بلکې دغه هیواد ته د ډیرو پرمختللیو وسلو په استولو سره د جنګ د نور اوږدیدا کوشش کوي چې روسیه کمزوري کړي.