دغه کورنۍ څرنګه الوتکه په پیسو واخیستله
زمونږ خبریال راپور راکړی تاسو به داسې خلک لیدلي وي چې د ګاډي د اخیستلو لپاره پیسې غونډوي خو اوس مونږ تاسو له یوې داسې کورنۍ سره اشنا کوو کومې چې د یوه یوه ډالر په غونډولو سره اوس الوتکه اخیستي ده.
دغه کورنۍ اوس په دغه الوتکه کښې ګرځي راګرځي.
دغه کورنۍ د کاناډا هیواد وسیدونکي ده او دوې په پینځه لکه(۵۰۰۰۰۰) کاناډايي ډالرو باندې دغه الوتکه اخیستي ده.
د کاناډا دغه کورنۍ خپلې الوتکې ته د موز(Moose) نوم ورکړی دی او دغه کورنۍ له تیرو پینځو میاشتو راهسې په دغه الوتکې کښې بیلابیلو هیوادونو ته سفرونه کوي.
د کاناډا کورنۍ په خپلې دغه الوتکې کښې تراوسه د دولسو هیوادونو سفرونه کړي دي او وايي چې په راتلونکو نهو میاشتو کښې به په پرله پسې ډول د بیلابیلو هیوادونو سیل وکړي او بیا به خپل هیواد کاناډا ته ورستنه شي.
د کاناډا دغه کورنۍ همدا اوس په ارجنټاین هیواد کښې ده او بیا به چیلي ، پیرو ، ایکواډور ، کولمبیا او د مرکزي امریکا نورو هیوادونو ته سفرونه وکړي.
د کاناډا دغه کورنۍ به بیا اروپايي هیوادونو ، شمالي افریقا ، مینځني ختیځ ، پاکستان هندوستان او ختیځې اسیا ته سفرونه وکړي او بیا به خپل هیواد کاناډا ته ورستنه شي.
د کاناډا په دغه کورنۍ کښې ښځه او خاوند او د دوې درې بچیان شامل دي.
د الوتکې د الوت په وخت د کورنۍ دغه پینځه کسان بیلابیل کارونه ترسره کوي.
پلار پایلټ وي او یویشت کلن سمانتها او اتلس کلن سډني د پایلټ مرستیالان وي او د دوې مور مشعیل د پلاننګ او د نیوي ګیشن د چارو مسووله وي.
د دوې تر ټولو کوچنی زوی کرسټوفر چې پینځلس کلن دی تراوسه د الوتکې د الوزولو چل نه دی زده کړی او هغه د کورنۍ د بې پایلوټه الوتکې د الوزولو مسوول دی چې په وسیله یې خلک د اینټرنیټ پاڼو او سایټونو لپاره ویډیو ګانې جوړوي.