د بریتانیا هوټلونه او رستورانونه دیوالیه کیږي
ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړ د نویو نظرسنجیو نتیجې وايي د بریتانیا هوټلونه او رستورانونه د انرژیو د بیو د زیاتیدا او د انفلاسیون د ډیریدا په وجه د دیوالیه کیدا له خطر سره مخامخ شوي دي.
په بریتانیا کښې نوي نظر سنجیانې وايي د رستورانونو او د هوټلونو په شمول په انګلستان کښې د ټوریزم صنعت ته څه د پاسه دریمه برخه کار او کسبونه ممکنه ده چې د انرژۍ د بیو د ډیر زیاتیدا ، د انقلاسیون او د خوراکي موادو د بیو د زیاتیدا او د کاهګانو د کمیدا په دلیل د راتلونکي میلادي کال تر لومړیو پورې دیوالیه شي.
دا په داسې حال کښې دي چې په بریتانیا کښې تقریبا ټولو کار او کسبونو وویل چې دوې د انرژیو د بیو د لګښتونو له زیاتیدا او د خوراکي موادو د بیو له ډیریدا او انفلاسیون سره مخامخ دي.
تراوسه په بریتانیا کښې ځینې هوټلونه او رستورانونه بند شوي دي یا دا چې په ژمي موسم کښې د بندیدا نیت لري ځکه چې د انرژۍ د زیات لګښت د ورکولو جوګه نه دي.
بریتانیا چې اقتصاد یې له دړې وړې کیدا سره مخامخ شوی دی د ایران په شمول نورو هیوادونو کښې لاسوهنې کوي او د ایران خلک بلواو ته هڅوي.
انګلستان باید د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کښې د لاسوهنې پرځاې د خپل هیواد د خلکو اقتصاد ته پام وکړي او د هغوې د ژوند مشکلات حل کړي.