Dec 03, 2022 05:22 Asia/Kabul
  • د ایران او د روسې چارواکو کتنه وکړه

زمونږ خبریال وايي د ایران پرضد د بندیزونو د ختمیدا په خبرو کښې د روسیې د پلاوي مشر میخائیل اولیانوف د اټومي تړون په هکله د ایران او د روسیې د خارجه وزیرانو د مرستیالانو د کتنې خبر ورکړ.

اولیانوف پرون په یوه پیغام کښې وویل د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف او د ایران د  خارجه وزارت د سیاسي چارو مرستیال علي باقري کني پرون په ماسکو کښې کتنه وکړه چې د اټومي تړون په کامل ډول د اجرا په بهیر غور وکړي.

هغه د دغه کتنې د محتوا په اړه نور جزیات ورنکړل.

د ایران اسلامي جمهوریت ټینګار لري که چیرې امریکا له حقیقت څخه ډک عمل وکړي نو په ویانا کښې موافقې ته د رسیدا امکان شته او د ایران د نظر وړ موافقه داسی سند دی چې د تهران پرضد دې بندیزونه ختم شي او سیمه  هم د دغو بندیزونو له ختمیدا ګټه پورته کړي.

امریکا په غیر قانوني ډول له اټومي تړون څخه وتلي ده او اوس باید  بیا دغه تړون ته ورستنه شي.

 

ټیګونه