بریتانیا په نړۍ کښې رسوا شوي ده
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د بریتانیا د ولسي جرګې هاوس اف کامنز مشر لینډزي هویل وویل د واکمن کنزرویټو ګوند سیاسي ګډوډیو هیواد په نړۍ کښې شرمولی دی.
هغه په روان میلادي کال کښې د بریتانیا د دوو حکومتونو نسکوریدا ته په اشارې سره وویل انګلستان تراوسه د بوریس جانسن او د لیزټراس د حکومتونو د دړې وړې کیدا له تاوانونو څخه نه دی ترمیم شوی.
بریتانیا په روان میلادي کال کښې تر ترټولو زیاتې سیاسي ټیټې هسکې لرلې چې د دغه هیواد په اوسمهاله تاریخ کښې یې ساری نشته.
د انګلستان پخوانی لومړی وزیر بوریس جانسن د کرونا د محدودیتونو د خلاف ورزۍ کولو او په واک کښې ځینو فاسدو شخصیتونو د ګمارلو په وجه د عمومي افکارو دباو ته تسلیم شو او د جولاۍ د میاشتې په اوه نیټه یې د کنزرویټو ګوند له مشرۍ استعفا ورکړه.
له جانسن وروسته میرمن لیزټراس د بریتانیا د کنزرویټو ګوند مشرۍ پرغاړه واخیستله خو د هغې جنجالي اقتصادي پروګرام او د هغه له کبله مالي ګډوډۍ سبب شوې چې حکومت یې له څلورڅلویښت ورځو وروسته نسکور شي.
او اوس د بریتانیا د نوي حکومت د نسکوریدا احتمال هم شته.