د روسیې د شتمنیو مصادره کول قانوني کار نه دی
(last modified Fri, 06 Jan 2023 01:08:10 GMT )
Jan 06, 2023 05:38 Asia/Kabul
  • د روسیې د شتمنیو مصادره کول قانوني کار نه دی

تاس خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر ویاچسلاو ولودین په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د ماسکو د شتمنیو د مصادره کولو لپاره د جرمني د حکومت د چمتووالي اعلان ته په ځواب کښې وویل دغه اقدام کولای شي نور هیوادونه په نړیوالو قوانینو باندې سترګو پټونو ته وهڅوي.

اروپايي او لویدیځ هیوادونه په تیره بیا امریکا د اوکراین د جنګ په پلمه په روسیې باندې د بایکاټونو په زیاتولو او د ماسکو د شتمینو په چورتالان کولو سره د روسیې د اقتصادي نظام د کمزوري کولو هڅه کوي خو تراوسه دغه کار اپوټه نتیجه ورکړي ده.

د روسیې د ولسي جرګې دوما مشر ویاچسلاو ولودین پرون په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د ماسکو د شتمنیو د مصادره کولو لپاره د جرمني د حکومت اعلان ته په ځواب کښې خبرداری ورکړ د برلین د اقدام په بڼه کښې ماسکو دا حق لري چې د جرمني او د نورو هیوادونو پرضد چې د روسیې شتمنۍ مصادره کړي ورته ګامونه پورته کړي.

د جرمني د صدر اعظم اولاف شولټز حکومت له خپلو متحدانو سره یوځاې د روسیې له میلیارډونو مصادره شویو یورو شتمنیو څخه د استفادې لپاره د دغو شتمنیو د حقوقي مسائیلو د حق وړ کیدا په بڼه کښې د اوکراین له بیارغونې سره د مرستې لپاره چمتووالی اعلان کړی.

 

ټیګونه