کاناډا د اوکراین په جنګ کښې لاسوهنو ته دوام ورکړی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د کاناډا دفاع وزیرې «انیتا اناند» د اوکراین په جنګ کښې د خپل هیواد د لاسوهونکو سیاستونو په دوام کښې په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د کي یف لپاره د امریکا د جوړو توغندیو د اخیستلو خبر ورکړ.
هغې وویل کاناډا په اوکراین کښې د جنګ په پلمه د اوکراین لپاره د امریکا جوړ له ځمکې څخه هوا ته ویشتونکي ناسامز(NASAMS) توغندي اخلي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر انالنا بائربوک هم خارکیف ښار ته په ورتلو او د اوکراین په جنګ کښې د جرمني د لاسوهونکو سیاستونو په دوام کښې وویل جرمني په اوکراین کښې د جنګ په پلمه له کي یف سره نور څلویښت میلیونه یورو مرستې کوي او کي یف ته به د وسلو ورکول هم دوام ولري.
لویدیځ او اروپايي هیوادونه په تیره بیا امریکا د روسیې فیډراسیون پرضد د بایکاټونو په زیاتولو او اوکراین ته د ډول ډول درنو او د سپکو وسلو په ورکولو سره نه یوازې د دغه جنګ د ختمولو لپاره ګوم اقدام ترسره کړی نه دی بلکې په اوکراین کښې یې د جنګونو د زیاتیدا ډیرې هڅې هم کړي دي چې اوس هم دوام لري.
روسیې په ځلونو ویلي دي چې اوکراین ته د امریکا او د اروپايي هیوادونو د وسلو استول به نه یوازې په دغه هیواد کښې د جنګ د اوږدې سبب شي بلکې د نا اټکل وړ پایلې به هم ولري.