نیپال کښې الوتکه غورځیدلي او څلویښت کسان وژل شوي
(last modified Sun, 15 Jan 2023 09:01:06 GMT )
Jan 15, 2023 13:31 Asia/Kabul
  • نیپال کښې الوتکه غورځیدلي او څلویښت کسان وژل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی نن د نیپال هیواد په پوخارا سیمه کښې یوه الوتکه چې د هیواد دننه یې الوت کاوه نسکوره شوي ده او تراوسه پکښې کابو څلویښت کسان وژل شوي دي.

په زرګونو ژغورونکي په غرنۍ سیمه کښې د ژغورنې په کارونو بوخت شوي دي چیرې چې د یلټي ایر لاین الوتکه نسکوره شوي ده.

ویل کیږي چې په الوتکه کښې ټول ټال دوه اویا کسان سپاره وو او الوتکه له پلازمینې کټمنډو څخه روانه وه چې په غرنۍ سیمه کښې وغورځیدله.

د نیپال د هوايي چلند یوه چارواکي جګ نات نیرولا وویل چې هوا پاکه وه خو الوتکه بیا هم نسکوره شوي ده.

د پولیسو یوه چارواکي وویل چې الوتکې اور اخیستی دی او ژغورونکي د دوو غرونو ترمینځ  یوه کلي  ته د ورتلو او هلته د پلټنې د عملیاتو په ترسره کولو کښې له مشکلاتو سره مخ دي.

د نیپال یوه ځايي ښاریز ارون تامو وویل چې نیمه الوتکه د غره د پاسه پرته ده او زیاته یې کړه چې د الوتکې له نسکوریدا سمدستي وروسته زه د پیښې ځاې ته ورسیدم او زیاته یې کړه د الوتکې بله  ټوټه په سیټي سیند کښې یوه کلي کښې غورځیدلي ده.

د نیپال لومړي وزیر پوشپا کمال دهال د الوتکې له نسکوریدا وروسته بیړنۍ غونډه وربللي ده.

 

ټیګونه