ترکیې د فلسطین په جنین کمپ کې د صهیونیستي رژیم بریدونه وغندل
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په جنین کې د فلسطیني کډوالو پر کمپ د صهیونیستي رژیم د پوځ بریدونه وغندل.
د اردن سیند په لوېدیځه غاړه کې د جنین پر کمپ د صهیونیستي رژیم د بریدونو پر وړاندې د ترکیې غبرګون په داسې حال کی دی، چې انقره له دغه رژیم سره ښې اړیکې لري او په ظاهره تل د فلسطینیانو پرضد د صهیونیستیانو جنایتونه غندي.
زموږ د خبریال د راپور له مخې، د ترکیې بهرنیو چارو وزارت د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره د جنین پر کمپ د اسرائیلي پوځیانو په پرونیو بریدونو کې د زیات شمېر فلسطینیانو په وژل کېدو خواشیني او په لوېدیځه غاړه کې د کړکېچ او د فلسطینیانو د مړینې په شمېر کې پر زیاتېدو یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په سیمه کې د کړکېچ له زیاتېدو د مخنیوي پر اړتیا په ټینګار سره، له اسرائیلي چارواکو وغوښتل چې د فلسطینیانو له وژنې د مخنیوي لپاره ګټور ګامونه واخلي.