په سویډکې د قرآن کریم دسپکاوي کونکي دنیولوحکم صادرشوی
May 05, 2023 11:00 Asia/Kabul
دغه افراطي اروپائي سیاستوال سپک اقدام د نړۍ د مسلمانانوبلکې ددرستو خپلواکه ملتونو سخته غوسه اوکرکه راپارولې او له ډير زیات محکومیّت سره مخ شو.
په سویډ کې د مالمو څارنوالۍ دفتر د هغه ډنمارکي سویډي سیاستوال راسموس پالوډن چې څه موده مخکې ئې د اسماني قرآن کریم سپکاوی کړی ؤ،د نیولو حکم صادر کړ.
ایرناخبری آژانس راپورورکړ راسموس پالوډن په یوه سپک اقدام کې د سویډ په پلازمینې سټاکهم کې د ترکیې د سفارت په وړاندې د قرآن کریم یوې نسخې ته اور اچولی ؤ.
دهغه دغه اقدام د پولیسو په امنیت کې او د سویډ حکومتي چارواکو په اجازت سره ترسره شوی ؤ.
دغه افراطي اروپائي سیاستوال سپک اقدام د نړۍ د مسلمانانوبلکې ددرستو خپلواکه ملتونو سخته غوسه اوکرکه راپارولې او له ډير زیات محکومیّت سره مخ شو.
![](https://media.parstoday.ir/image/4c3la07f7493d32a77x_800C450.jpg)