د نړۍ تر ټولو ستره کورنۍ چې یو ځاې وسیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان هیواد په شمال ختیځ کښې په میزورام صوبې کښې په «بکتاونګ» کلي کښې د تر ټولو مشهورې کورنۍ کور شته.
په دغه کور کښې تر یوه چت لاندې د یوې کورنۍ یوسل نهه نوي(۱۹۹) کسان وسیږي.
د دنیا د دغه تر ټول ستر خاندان او کورنۍ مشر ښاغلی «پوزیونا» و او د هغه اته دیرش ښځې، نهه اتیا بچیان او شپږدیرش لمسي او کړوسي یوځاې وسیږي.
پوزیونا» په دوه زره یویشتم میلادي کال کښې په شپږاویا کلونو کښې د وینې د لوړ دباو او د شکرې د ناروغۍ له کبله مړ شوی و.
د هندوستان د دغه ښاریز «پوزیونا» له مړینې وروسته هم د هغه د کورنۍ ټول غړي اوس هم تر یوه چت لاندې ژوند کوي.
دغه کور د هندوستان د میزورام صوبې په بکتاونګ سیمه کښې په غره کښې جوړ کړی شوی دی.
د پوزیونا زامنو هم وادونه کړي ده او او ځینو زامنو یې دوې یا درې زیاتې ښځې کړي دي او که چیرې د دغه د کورنۍ غړي وشمیرل شي نو شمیر یې یوسل نهه نوي دی.
د هندوستان د دغه سترې کورنۍ ټول غړي په ورځ کښې دوه ځله د ډوډۍ د خوړلو لپاره د خپل کور په ستر هال کښې راغونډیږي او د ډوډۍ په وخت دغه کور د ډوډۍ د خوړولو د هال پرځاې زیات د یوه ستر او بیروبار لرونکي کینټین منظره وړاندې کوي.
د هندوستان د دغه کورنۍ ټول غړي له یوبل سره ټول شیان شریکوي چې پکښې خوراکي شیان، او مالي معاملات هم شامل دي.
د هندوستان د دغه سترې کورنۍ هر یو غړي خواهش لري چې د خپل خاندان د مشر پوزیونا میراث ته دوام ورکړي.