له افغانستان څخه وتنه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرموونکې شېبه ده
د امریکا پخواني ولسمشر او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوريپالو ګوند یو نوماند ډونالډ ټرمپ، له افغانستان څخه وتنه د دغه هېواد په تاریخ کې یوه «شرموونکې» شېبه بللې ده.
سکای نیوز راپور ورکړی چې ټرامپ دا څرګندونې د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې په یو پروګرام کې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې چې په افغانستان کې د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت، تجهیزات او سلګونه امریکايي وګړي پرېښودل شوي دي.
نوموړي یادونه کړې چې د خپل حکومت په وروستیو ۱۸ میاشتو کې هلته یو امریکايي سرتېری هم ونه وژل شو او نه په نښه شو؛ خو په ټاکنو کې د بایډن له بریالي کېدو وورسته، ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.
د نوموړي په خبره، اوسمهال افغانستان په نړۍ کې د امریکايي وسلو یو تر ټولو ستر پلورونکی دی.
ټرمپ له دې وړاندې هم د بایډن پر پالیسو نیوکې کړې او د بګرام پوځي اډې په پرېښودو او طالبانو ته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تجهیزاتو پر ورکړې یې توند غبرګون ښودلی دی.