نن د فبرورۍ ۱۱مه په علم کې د ښځو او نجونو نړیواله ورځ ده
د ملګرو ملتونو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، که ښځې علم ته ډېر لاسرسی ولري، نو په څېړنو کې به تنوع رامنځته شي او په پایله کې به نوي لیدلوري او خلاقیت رامنځته شي.
د دغه سازمان د معلوماتو پر بنسټ، ښځې او نجونې علم او ټکنالوژۍ ( ساينس) کې مهم رول لوبوي او دې برخه کې د هغوى ګډون بايد پياوړى شي.
ملګرو ملتونو ویلي چې ۳۳.۳ سلنه څېړونکي ښځې دي او د مصنوعي ځيرکتيا د پرمختګ په برخه کې له هرو پنځو مسلکي کسانو څخه یوازې یوه یې ښځه ده.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د علومو د ملي اکاډمیو یوازې ۱۲ سلنه غړي ښځې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ښځې او نجونې وايي، د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د هر ډول تعلیم او علومو له زده کولو بې برخې دي.
د طالبانو د حکومت له خوا د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز د دې اندېښنې لامل شوی، چې افغانستان به په نږدې راتلونکي کې په ډېرو علمي او تخصصي برخو کې د ښځینه بشري ځواک له کمښت سره مخ شي.
له دې سره- سره د طالبانو حکومت په افغانستان کې له سلګونه زره ښځو او نجونو څخه د زده کړې، تحصيل کار فرصتونه اخيستي او په کور ناستې دي.