په ساینس او ټکنالوژۍ کې د مېرمنو او نجونو ونډه اړینه ده
اوچا یکشنبه د سلواغې پر ۲۲مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو ونډې د نړیوالې ورځې» په مناسبت یو پیغام کې په ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو کې د مېرمنو او نجونو په بشپړ ګډون ټينګار کړی دی.
دغه بنسټ زیاته کړې: «ساینس، ټکنالوژۍ او نوښتونو ته د ښځو او نجونو بشپړ او مساوي لاسرسی، نه یوازې دا چې د یوه هېواد په اقتصادي پرمختیا کې مرسته کوي؛ بلکې د ټولنې په ټولو برخو کې رول لري.»
د ملګرو ملتونو کلتوري، علمي او پوهنیز سازمان (یونسکو) د فبرورۍ ۱۱مه «په ساینس کې د ښځو او نجونو د ونډې نړیواله ورځ» نومولې او په ټوله نړۍ کې یې نمانځنه کېږي.
پر افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.
پوهنتونونو ته د نجونو پر تګ د بندیز سربېره، په خصوصي بنسټونو کې هم هغوی ته د کار اجازه نه ورکول کېږي.
طالبانو په دې موده کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو تړل د نجونو او ښوونکو د جامو بدلول، کلتوري ستونزې او په زدهکړیز نصاب کې د بدلون په ګډون، بېلابېل لاملونه بیان کړي دي.