مسلمانان، د برتانیې د سیاست په ډګر کې یو اغېزمن او رغنده ځواک
پارس ټوډې- د لندن د بشري حقونو د اسلامي کمیسیون مشر، مسلمانان د بریتانیا په سیاسي ډګر کې یو اغېزمن ځواک بللی دی.
بريتانيا ته د مسلمانانو ورتګ څه دپاسه يوه پېړۍ مخکې ته ورګرځي، او د شته شمېرو له مخې په دغه هېواد کې د مسلمانانو شمېر، شاوخوا څلور ميليونه تنه دى.
د پارس ټوډې د راپور له مخې، د لندن د اسلامي بشري حقونو د کمیسیون مشر مسعود شجره د برطانیې په وروستیو انتخاباتو کې د مسلمانانو د رایو اغېزو ته په اشارې سره وویل: د برطانیې په سیاسي ډګر کې د یو موثر قوت په توګه دغه ظرفیت باید د زیاتې اغېزې لپاره تنظیم شي.
شجره زیاته کړه: په وروستیو انتخاباتو کې د مسلمانانو د نارضایتۍ له امله د انګلستان د کارګر ګوند د یو شمېر استازو ګوښه کېدل، د دغه هېواد په سیاسي ډګر کې یو نوی باب پرانیستلو.
د لندن د اسلامي بشري حقونو د کمیسیون مشر همدارنګه د برطانیې د مسلمانانو د مجلس په شان د تشکیلاتو پر جوړولو په ټینګار سره وویل: د دې پر اساس اسلامي ټولنې په یو خاص چوکاټ کې خپل لومړیتوبونه ټاکي او ټولنې ته یې وړاندې کوي.
د برتانیا کارګر ګوند د جولای په څلورمه (د ۱۴۰۳ کال د چنګاښ په ۱۴) په عمومي ټاکنو کې د ولسي جرګې د غوڅ اکثریت رایو په ګټلو سره د پنځو کلونو لپاره د حکومت مشري پر غاړه واخیسته.
دغه ګوند په داسې حال کې انتخابات وګټل چې د برطانیې خلک د خراب اقتصادي حالت، د لوړو بیو، د صهیونیسټي رژیم د ملاتړ او د کارګر ګوند د سیاستونو په تړاو، په انتخاباتو کې ګډون وکړ او د محافظه کارانو ۱۴ کاله واکمنۍ ته یې د پای ټکی کېښود.
کلیدي کلمې: په انګلستان کې د مسلمانانو وضعیت، مسعود شجره، د برتانیا کارګر ګوند، د برتانیا د مسلمانانو نفوس