که پیغمبر(ص)او امام حسین(ع)ژوندي وائ،،نو اوس به ئې په څه فکر کاوۀ؟
(last modified Thu, 18 Jul 2024 09:13:05 GMT )
Jul 18, 2024 13:43 Asia/Kabul
  • که پیغمبر(ص)او امام حسین(ع)ژوندي وائ،،نو اوس به ئې په څه فکر کاوۀ؟

 پارس ټوډې –  د عاشورا په غورځنګ کې د حضرت سید الشهدا  امام حسین علیه السلام تعلیمات او دریځونه،تر نن پورې د اسلامی مقاومتي ځواک پر اقداماتو،پراختیااو ودې اغیزې شیندلي دي.

کربلا؛ د موقعیّت پيژندنې او بصیرت د درس کلاس دی. دا چې انسان پوهه شي په شیبې کې ترټولو مناسب کار څه دی؟ هغه معرفت چې د حضرت امام حسین علیه السلام وفادار ملګري ورڅخه بشپړ برخمن وو.د پارس ټوډې په دغه مطلب کې ددغې ممهمې موضوع او څو نورو ټکو یوۀ اړخ ته یوه ځغلنده  شوې ده، چې ستاسو پام هم ور ته اړوو.

د ۶۱هجری قمری کال د عاشورا په ورځ د سید الشهدا(ع) حرکت او هغه مقدسه وینه چې د عاشورا په ورځ پر مځکه توي شوه،تاریخ ته ئې د انسانیّت او حریّت  معیار رابرسیره کړڅو له ناسمو څخه د ریښتیاؤ دتشخیص لارښونه شي. په بله  معنا، حضرت امام حسین علیه السلام د یوه تاریخي او هراړخیز هویّت  تعریف او تبلیغ وکړ چې  له هغه سره نه یوازې (د  اهل تشیّع او اهل تسنن پشمول) د مسلمانانو هویّت، بلکې د  مسیحیانو او هندوانو په شان د نورو دینونو دمومنانو هویّت ئې هم بیا تعریف او رابرسیره کړ. البته بې شکه په اسلامی  وحدت کې ډيرو زیاتو عواملو دخالت درلودلی دیو خود اسلام د ګران پیغمبر(ص) د رسالت د نتیجې او د اسلامی هویّت په ساتنې کې د اساس په توګه له اهل بیت عصمت(ع) سره د مسلمانانو لیوالتیا،یو مرکزی رول درلودلی دی.

ځیني څیړاند،د اهل بیت او تشیّع د مذهب دغورځنګ پيلامه د محرم د میاشتې لسم ورځ ګڼي. له عاشورا وروسته د ظلم او فساد او دوکې په ضد د اسلامی مقاومت غورځنګونو یوه نوي ولوله پيداکړه. د؛ کلٌ یومٍ عاشورا او کلٌ ارض کربلا؛ مشهور عبارت، همدې تفکر ته اشاره کوي. یوه داسې چاره چې هم د ایران په اسلامی انقلاب کې،هم د لویدیځي آسیا په مقاومتونو کې او هم په تیره بیا د فلسطین دمظلوم ولس په اسلامی او ایماني غورخنګ  کې ئې ورائښت موندلی دی.

په دې زمینې کې شهید ستاد مرتضی مطهري، د ۱۳۹۰قمری کال په عاشورا کې د صهیونزم په ضدپخپلې تاریخي وینا کې چې دپهلوي رژيم د مامورانو په وسیله د هغه دنیولو سبب شوه، وائي؛ تاسو غواړئ د خداوندمتعال او دهغه د پیغمبر په نزدارزښت پیدا کړئ؟ حتی که غواړئ د نړۍ دملتونو په نزد ارزښت ولرئ ، چې هم  ختیخي بلاک او هم لودیدیځي بلاک پرتاسو حساب پرانیزي،نو د تاسو برخلیک هغوی په لاس کې وانخلي او هغه د تاسو لپاره فیصله ونه کړي، امر بالمعروف او نهي از منکر ولرئ،پیوستون او همدردي ولرئ ،اسلامی ورورولي  ژوندئ کړئ، له بې خبرۍ او کمزورتیا او سستئ او جهالت او چټیاتو ډډه وکړئ. دغه بې خبري ،جهالت او چټیات د څه  لپاره دي؟، ددې لپاره  دي چې پوهه ونه لرئ، خبر نه شئ، کمزوري شئ او قدرت ونه لرل شئ.

که د اسلام پيغمبر(ص) ژوندی وائ، نو اوس به ئې څه فکر کاوۀ.؟زه قسم خورم پیغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) پخپل مقدس مرقد کې له یهودیانو لړزیږي.هغه قضیه چې د پيغمبر اکرم او حسین ابن علی  زړونه ئې اوس لړزولي او کړولي دي، دا قضیه ده.که وغواړو،خپل ځان ته او د حسین ابن علی (ع) عزادارۍ  ته ارزښت ورکړو، باید فکر وکړو چې که امام حسین علیه السلام  نن وائ، نو وئيل به ئې ، زما په عزادارۍ کې څه شعار ورکوئ؟ بې شکه وئیل به ئې؛ که غواړي د ما لپاره عزاداري وکړئ او سینه زني او زنځیر زني  وکړئ، نو د تاسو د نن شعار باید فلسطین وي. د نن ورځې شمر د اسرائيلو لومړی وزیر موشی دایان دی.شمیر یو زر درې سوه کاله مخکې مړ شوی دی، د نن ورځې شیمر وپيژنئ::

د پيغمبر  د شریَعت د ژغورنې لپاره حرکت

حضرت امام حسین علیه السلام  پخپل شهادت سره ،شریعت وساتۀ او  د شریعّت په ساتلو سره ئې د اسلامی امت په هویّت کې وحدت خوندي وساتلو. سره له دې چې امام بزرګوار(ع) د یزید په مقابل کې دریدلی ؤ، جنګ ئې پیل نه کړ.هغه  مهال چې هغه ته ئې بلنه ورکړه ،نو دعوت ئې ومانۀ او  هغه مهال  چې دعوت ورکونکو  امام حسین علیه السلام ته شاه کړه، نو هغه بزرګوار  مدینې ته د بیرته ستنیدا اراده وکړه، هغه وخت  هم چې پر هغه لاره بنده کړئ شوه ،نو له ځانه ئې دفاع وکړه .امام حسین علیه السلام له امم سره په جنګ کې د تمیم بن قحطبه د پوښتنې په ځواب کې چې  وې پوښتل، ائ د علی زویه !تر کومه غواړې دښمنئ ته دوام ورکړې. ؟نو امام بزرګوار په ډاګه وفرمائيل؛آیا زه له تاسو سره جنګ ته راغلی یم.؟یا تاسو له ماسره جنګ ته مخه کړې ده؟،آیا ما پر تاسو لاره بنده کړې ده؟یا تاسو زما لاره بنده کړې ده او زما وروڼه او بچیان مو ووژل؟.

یوه شک ته کلک ځواب

د معاویه زوي یزید، د مدینې  والي ولید بن عقبه  ته حکم ورکړ چې که حسین  بیعت ونه کړي، نو له بې له  ځنډه ئې  له بدنه سر غوڅ کړه::

 له بدنه د سر جلا کولو سیاست د یزید  د بې تدبیرئ نتیجه وه ،د امام حسین حرکت نتیجه نه وه؛ ځکه چې کله یزید په مدینې کې خپل عالم ته دغه فرمان ورکړ، نو تراوسه پورې د امام حسین له خوا هیڅ ډول حرکت نه ؤ پیل شوی . نو د ا خبره، چې د سید الشهدا  علیه السلام خروج  له فتنې او فساد رابرسیره کیدا سره همهاله ؤ؛  او یا دا ووئيل شول، چې؛په ټول کې  حسین لویه تیروتنه کړې ده، په دې کې چې خروج ئې وکړ؛  ځکه اسلامی امت د هغه په شهادت سره له کمزورتیا، ګډوډئ او ا ختلاف سره مخ شو او د داسې جنګ او شخړې د بنیاد تیږه کیښودل شوه چې  تر نن پورې دوام لري نو دا به ناروا وي.ددغو خبرو نارواوالی  دومره څرګند دی چې د اهل تسنن  څيړاندو او عالمانو  هم  ورباندې اعتراض کړی دی او د ائې رد کړي دي.

(ژباړن:  سیماب)

 

ټیګونه