د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د رحلت او د امام حسن (ع) د شهادت د کالیزې په مناسبت تسلیت
اسلامي ایران د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د رحلت او د نړۍ د شیعه ګانو د دوهم امام حضرت امام حسن مجتبی (ع) د شهادت په مناسبت ماتم کوي.
نن (دوشنبه) د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د صفرې میاشتې ۲۸ چې د سپټمبر له دویمې نیټې سره سمون خوري، برابره ده، د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د وفات او د رسول الله (ص) د لمسي او د کورنۍ د مشر او د شعیه ګانو د دویم امام حضرت حسن مجتبی (ع) د شهادت له کالیزې سره.
په يوولسم هجري قمري کال کې د خپل وفات تر وخته پورې د اسلام ستر پيغمبر(ص) د نبوي شريعت احکام او بنسټونه په شفقت او په عين حال کې په ټينګه توګه څرګند کړ، دغه راز یې د ترويج او پراختيا لپاره يې خپله ټوله هڅه وکړه.
هغه مبارک د دین تعلیماتو خپرولو او په غوره طریقه یې لارښوونه وکړه.
حضرت امام حسن مجتبی (ع) د نړۍ د شیعه ګانو دوهم امام دی چې څه د پاسه دېرش کاله یې له خپل ګران پلار حضرت علی بن ابی طالب (ع) سره د نړۍ د شیعه ګانو د لومړی امام په توګه کار وکړ.
هغه ته د پنځوسم هجري قمري کال د صفرې په اته ویشتمه، د اوه څلوېشت کالونو په عمر، د معاویه په حکم، د هغه د ښځې په لاس زهر ورکړل شول او په شهادت ورسید.
د ایران د اسلامی جمهوریت راډیو او ټلویزیون د اسلام د ګران پیغمبر (ص) د رحلت او د شیعه ګانو د دوهم امام حضرت امام حسن مجتبی (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ مسلمانانو ته تسلیت وړاندې کوی.