روسیه: امریکا په بې صبرۍ په کوریا ټاپووزمې کښې د جګړې په تمه ده
(last modified Thu, 17 Oct 2024 08:36:00 GMT )
Oct 17, 2024 13:06 Asia/Kabul
  • روسیه: امریکا په بې صبرۍ په کوریا ټاپووزمې کښې د جګړې په تمه ده

پارس ټوډې ـ د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» ټینګار وکړ امریکا یوازنی هیواد دی چې په کوریا ټاپووزمې کښې د جنګ خطر زیاتوي.

هغې د کوریا د ټاپووزمې په شمول د نړۍ په بیلابیلو سیمو کښې د امریکا د تاوتریخوالو رامینځته کولو ته په اشارې سره وویل: امریکا په بې صبرۍ سره انتظار باسي او حتی د دغو سیمو په اور کښې د سوزیدا په هکله هم خبرې کوي.

پارس ټوډې سایټ راپور ورکړی د روسیې د خارجه وزارت د ویاندې ماریا زاخارووا دغه څرګندونې د  هغو اقداماتو د بندولو لپاره چې د واشنګټن په وینا په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالي د زیاتیدا سبب کیږي له  شمالي کوریا څخه د امریکا د خارجه وزارت له غوښتنې وروسته شوي دي.

نن سبا کوریا ټاپووزمه د شمالي ګاونډي هیواد( شمالي کوریا) په فضا کښې د جنوبي کوریا د تبلیغاتي بې پایلوټه الوتکو د شتون او د جنوبي ګاونډي( جنوبي کوریا) په فضا کښې د شمالي کوریا د ښځلو د بالونونو په دلیل له تاوتریخوالي ډکې ورځې تیروي.

د روسیې د خارجه وزارت ویاندې ماریا زاخاوروا په ټیلیګرام پاڼې کښې ولیکل: د امریکا دغه کلاسیک چلول چې حالات ولمسوئ او بیا تول شیان د هغو کسانو په غاړه چې مجبوره کړي مو دي د هغوې د ګروهنې په اپوټه عمل وکړي ورواچوئ».

هغې دغه راز ټینګار وکړ چې جنوبي کوریا او جاپان چې په سیمه کښې دوې(۲) مهمې امنیتي سیمې دي د امریکا تر سخت دباو لاندې دي او دغه چاره سبب ګرځي چې دوې له مریتوب څخه چې د امریکا د لوبې په خاطر په دوې باندې اعمالیږي د  خلاصونو لپاره کومه اراده ونلري.

په عین حال کښې د روسیې د خارجه وزیر مرستیال «اندری رودنکو» له شمالي کوریا څخه د پوځي ملاتړ لپاره د ماسکو د چمتووالي خبر ورکړ.

هغه په شمالي کوریا باندې د یوه دریمګړي هیواد د حملې په بڼه کښې له پیانګ یانګ څخه د ماسکو د پوځي ملاتړ په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل: د روسیې او د شمالي کوریا د سټراټيژیک تړون پراساس د دا ډول حملې په بڼه کښې به روسیه له شمالي کوریا سره پوځي مرسته وکړي.

له بلې خوا د امریکا یو شناندی باوري دی چې په کوریا ټاپووزمې کښې د تاوتریخوالو اصلي دلیل د دنیا په دغه سیمه کښې د امریکا د پوځي ځواکونو شتون دی.

د امریکا د سمندري پوځ پخواني افسر او جیو پولیټیک شناند« برایان برلتیک» له اسپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کښې دغه اقدامات په کوریا ټاپووزمه کښې د تاوتریخوالي د رامینځته کولو لپاره د واشنګټن د پروګرامونو یوه برخه وبلله او ویې ویل: په کوریا ټاپووزمه کښې د تاوتریخوالو له زیاتولو د امریکا هدف په دغه سیمه کښې د واشنګټن د اوږدې مودې د پوځي شتون توجیه کول دي.

 

ټیګونه