د بنګلا دېش وزیراعظمې د یرغمل نیونې ختمېدل اعلان کړل
د بنګلادېش وزیراعظمې شېخ حسینه واجد په ډهاکه کښې د یرغمل نیونې د عملیاتو د ختمېدو اعلان وکړ.
د جاپان د اېن اېچ کے ټیلی ویژن د رپوت له مخې په ډهاکه کښې په ریسټورنټ کښې د یرغمل نیونې د ختمولو لپاره د بنګلادېش د پولیسو په عملیاتو کښې د یو جاپانې او دوو نورو بهرنیو کسانو په شمول دیارلس تنه ازاد شول.
د بنګلادېش چارواکو رپوټ ورکړ چې د پولیسو په حملې سره د پېښې ځاےد یرغلګرو له وجوده پاک شوے او لږ تر لږ شپږ یرغلګر ووژل شول او دیارلس یرغمالان ازاد کړې شول.
نهۀ تنو وسله والو کسانو بېګا د بنګلادېش په پائېتخت ډهاکه کښې د ډېپلومېټکې سیمې په یو ریسټورنټ باندې حمله وکړه او له امنیتی ځواکونو سره د ډزو له تبادلې وروسته یې په ریسټورنټ کښې موجود یو شمېر کسان یرغمل کړل.
د ترهه ګرو او امنیتی ځواکونو ترمېنځ له دوو نه تر څلوریشتو تنو د وژل کېدو متناقض رپوټونه خپارۀ شوی دی. داعش وویل چې په دغه نښته کښې شل تنه وژل شوی دی خو د بنګلادېش پولیسو تر اوسه یوازې د دوو پولیسو وژله تائید کړې ده.