دینونه او مذهبونه د انسان د ژوند په اخلاقی کولو کښې مهم کردار ادا کوی
(last modified Mon, 11 Jul 2016 09:23:12 GMT )
Jul 11, 2016 13:53 Asia/Kabul
  • دینونه او مذهبونه د انسان د  ژوند په اخلاقی کولو کښې مهم کردار ادا کوی

د امام خمېنی (رح) د سپېڅلې روضې متولی وویل، دینونه او مذهبونه د انسان د ژوند په اخلاقی کولو کښې بې بدیله کردار ادا کوی.

د اېرنا خبری اژانس د نننی رپوټ له مخې سید حسن خمېنی د سری لنکا د بودایانو له مشر سره په کتنه کښې په یو ډول غېر اخلاقۍ کښې د نننۍ نړۍ د ټولنې ډوبېدو ته په اشارې سره د انسانانو د ژوند په لا اخلاقی کولو کښې د دینونو او مذهبونو بې بدیله کردار باندې تاکید وکړ.

د سری لنکا د بودایانو مشر هم دحضرت امام خمېنی (رح) ژوند ته په اشارې سره وویل چې د دینونو د عالمانو تعلقات کولې شی په اخلاقی ډګر کښې ښې نتیجې ترلاسه کړی.

د امام خمېنی (رح) نمسی سید حسن خمېنی د برصغر څو هېوادونو ته د سفر په دوران کښې د پاکستان کراچۍ ښار کښې د امام خمېنی (رح) له پوهنتون څخه له کتنې او یو شمېر عالمانو او پوهانو سره له لیدو کتو وروسته سری لنکا ته سفر وکړ. هغۀ سری لنکا ته په خپل سفر کښې د دغه هېواد له ولسمشر، د پارلېمان له مشر، د مسلمانانو د چارو له وزیر او د سری لنکا له ستر پادری سره هم کتنه او خبرې اترې وکړې.

 

ټیګونه