داسلامی هیوادونو دپوځ قوماندانانوته دې اختر مبارک وی
(last modified Wed, 13 Jun 2018 10:40:32 GMT )
Jun 13, 2018 15:10 Asia/Kabul
  • داسلامی هیوادونو دپوځ قوماندانانوته دې اختر مبارک وی

سردار باقری په دغه پیغام کې هیله ښودلې ، دخداوندمتعال دمهربانیو او مرستو په سیوری کې او دغه راز داسلامی امت د وحدت او اتحاد د پراختیا او د مسلمانو هیوادونود پوځونو اوملتونو ترمینځ د دوستانه اړیکو د لوړیتا په سیوری کې ، له اسلامی ټاټوبو په تیره بیا د قدس شریف او فلسطین له ټاټوبی د دښمنانو شر ختم او داسلامی نړۍ په جغرافیا کې تل پاتې سوله او آرامښت ټینګ شی .

زمونږخبریال راپورراکړ  د ایران  داسلامی جمهوریت د پوځ  لوی د رستیز سردار  جنرال  محمد باقری  نن  د شوال د میاشتې او  دروژې دمبارکې میاشتې د  نیکمرغه اختر  درارسیدا په درشل کې  داسلامی هیوادونو  دپوځونو قوماندانانو او  د وسلوالو  ځواکونو لوی درستیزوالانو ته  مبارکی وئیلی ده .

 سردار باقری  په دغه پیغام کې هیله ښودلې ،  دخداوندمتعال  دمهربانیو او مرستو په سیوری کې  او دغه راز داسلامی امت د وحدت او اتحاد د پراختیا او  د مسلمانو هیوادونود پوځونو اوملتونو ترمینځ  د دوستانه اړیکو  د لوړیتا په سیوری کې ،  له اسلامی ټاټوبو په تیره بیا د قدس شریف او فلسطین له ټاټوبی  د دښمنانو شر   ختم او   داسلامی  نړۍ په جغرافیا کې  تل پاتې سوله او آرامښت ټینګ شی .

  دایران د پوځ لوی درستیز  همداراز  داسلامی هیوادونو د پوځی ځواکونو  د قوماندانانو، کارکونکو اود هغوی درستو کورنیو  لپاره د سلامتیا اونیکمرغۍ  هیله کړې . 

 په اسلامی کلتور کې ،  د شوال د میاشتې  لومړنۍ ورځ  د نیکمرغه اختر  په توګه او   دفطرت ته دبیرته ګرځیدا  دجشن په توګه  ټاکل شوې ده ، ځکه  روژتی مسلمانانو  د روژې په مبارکې میاشت کې   له خداوندمتعال سره   په راز اونیاز او له ګناهانود   بخښنې په  غوښتنې  له خپل روحه  باطنی اوظاهری ککړتیاوې  وینځلی او  خپل حقیقی فطرت ته بیرته ګرځیدلی دی .

 

ټیګونه