د محرم الحرام په خاطر هندی عسکرو د کشمیر کلابندی نوره هم سخته کړه
(last modified Mon, 09 Sep 2019 11:51:38 GMT )
Sep 09, 2019 16:21 Asia/Kabul
  • د محرم  الحرام په خاطر هندی عسکرو د کشمیر کلابندی نوره هم سخته کړه

حسینی ویرجنو په څو ځایونو کی د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام د ویر او ماتم د دستورو د ترسره کولو کوشش کړی دی خو پولیسو په حسینی ویرجنو په حمله کړی ده او یو شمیر حسینی ویرجن یې نیولی او وهلی ټکولی دی .

دا یوه میاشت کیږی چی د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کی د هندی عسکرو لخوا ګرځبندیز لګیدلی دی ، خو د محرم الحرام په مناسبت شیعه مسلمانانو د ویر او ماتم د دستورو د ترسره کولو لپاره د هڅې په وجه هندی عسکرو کلابندی نوره هم سخته کړه  او خلکو ته یې ویلی دی چی په کورونو کی پاتی شی . حسینی ویرجنو په څو ځایونو کی د شهیدانو د سردار حضرت امام حسین علیه سلام د ویر او ماتم د دستورو د ترسره کولو کوشش کړی دی خو پولیسو په حسینی ویرجنو په حمله کړی ده او یو شمیر حسینی ویرجن یې نیولی او وهلی ټکولی دی .

د هند دولت په ۱۹۸۹ میلادی کال کی د نوی ډیلی پرضد له وسله وال تحریک  وروسته په ماتم دستورو او نورو غونډو پابندی لګولی ده .

ویل کیږی چی سبا د عاشړورا په ورځ د هندی حکومت لخوا کلابندۍ نوره هم سخته شی .

 

 

 

ټیګونه